افغانستان

جوزجان کې د طالبانو له خوا د کلنیو پیسو پر نه ورکړې د کڼو کسانو نیوکه

په جوزجان کې یو شمېر کاڼه خلک په تېرو څه باندې دوو کلونو کې دوی ته د کلنیو پیسو پر نه ورکړې نیوکه کوي.

دوی وايي، د طالبانو له راتګ وروسته یې کلنۍ پیسې نه دي ترلاسه کړي او زیاتوي چې طالبانو ورته ویلي، د کلني معاش پر ځای دې کار وکړي.

خو کاڼه کسان وايي چې د کار په کولو کې د خبرو او پوهاوي وړتیا نه لري او غواړي چې د نورو معلولينو په څېر مرسته ورسره وشي.

فاطمه په جوزجان کې یوه له معلولینو ده، چې پلار یې د تېرو دوو لسیزو په جګړو کې وژل شوی دی.

اوس د خپلو ۶ خویندو او مور سره ژوند کوي. وايي، بله خور يې هم د دې په څېر کڼه ده او د کور سرپرست نه لري.

نوموړې وايي: «موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو. مخکې د جمهوریت پر مهال موږ ته معاش راکول کېده، خو اوس د شهیدانو او معلولینو د ریاست له خوا نه راکول کېږي. زموږ کلنی معاش شاوخوا ۶۰ زره افغانۍ و.»

دغه کاڼه کسان وايي، په وار وار يې له طالبانو غوښتي چې دوی ته کلنۍ پیسې ورکړي، خو طالبانو یې په ځواب کې ويلي چې باید کار وکړي.

بسم‌الله رحیمي هم د اورېدو ستونزه لري او وايي د کلنیو پیسو نه ورکول کېدو له ګڼو ستونزه سره مخ کړی. هغه زیاتوي: «شاوخوا درې کاله کیږي چې طالبانو زموږ معاشونه نه دي راکړي، موږ د شهیدانو او معلولینو رییس او ان وزیر ته هم وویل چې زموږ معاشونه دې راکړي، خو هغوی راته وویل چې کار وکړئ، خو موږ کاڼه یو او د پوهاوي وړتیا نه لرو چې کار وکړو.»

په شمال زون کې د کڼو د ټولنې مسوولین وايي، چې طالبانو له تېرو نږدې ۳ کلونو راهیسې د کڼو معاشونه نه دي ورکړي او دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په شمال زون کې د کڼو ټولنې مشر ذبیح‌الله قهرمان وايي: «طالبان باید موږ ته ځانګړې پاملرنه وکړي او هغه حقوق چې موږ له تېر حکومت ترلاسه کول، طالبان یې هم باید راکړي.»

په شمال زون کې د کڼو ټولنه وايي، چې په دې ولایت کې څه باندې ۳۰۰ کاڼه شته چې ۲۰ سلنه یې ماشومان، ۳۵ سلنه یې ښځې او ۴۵ سلنه یې نارینه دي.

دغه کاڼه کسان وايي، چې د جمهوري ریاست په دوره کې یې هر کال شاوخوا ۶۰ زره افغانۍ اخیستې، خو په تېرو نږدې درېیو کلونو کې یې دغه پیسې نه دی ترلاسه کړی.