افغانستان

پاکستان کې د پولیسو له خوا د افغان کډوالو د نیولو بهیر بیا پیل

پاکستاني پولیسو له یوې اونۍ دمې وروسته تېر ماښام یو ځل بیا په اسلاماباد کې د افغان کډوالو پر کورونو چاپې ووهلې.

دغه کډوال وايي، پاکستاني پولیسو یو شمېر کډوال ونیول او افغانستان ته یې ولېږل.

له بلې خوا پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې په تېرو ورځو کې څه باندې ۱۱۰۰ کډوال نیول شوي او بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې دغه کډوالو قانوني اسناد نه لرل.

تېره شپه پاکستاني پولیسو یو ځل بیا په «D17» ښارګوټي کې چې ډېر افغان کډوال په کې ژوند کوي، د کډوالو پر کورونو چاپې ووهلې او د افغان کډوالو اسناد یې چک کړل.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي، پوليسو يو شمېر کسان د اسنادو د نه لرلو له امله نيولي او د پوليسو مرکز ته يې لېږلې دي.

په پاکستان کې یوه کډواله فریبا همدرد وايي: «ان هغه کسان چې ویزې لري، ویزې یې د اعتبار وړ اعلان کړې، په داسې حال کې چې پوهیږئ په کومه بیه ویزه اخلو. د بیلګې په توګه، ډیری وختونه د کور مالک نه سهار ته ولیدل او نه ماښام ته، د کور دروازه یې وټکوله او راته یې وویل، که د اعتبار وړ ویزه نه لرئ نو کور خالي کړئ. په دې وضعیت کې چې موږ په پاکستان کې یو، کور موندل ناشوني دي، د پاکستان له حکومته هیله لرم، کډوال تر دې زیات مه ځوروئ.»

په همدې حال کې په پاکستان کې مېشت کډوال وايي، چې د پاکستاني پولیسو له فشار سره سره د دغه هېواد حکومت د افغانانو د ویزو د بیا غځولو بهیر سست کړی، چې دغو کډوالو ته یې ګڼې ستونزې راولاړې کړې.

په پاکستان کې یوه بله کډواله ماریا نوري وايي: «په دې وروستیو کې په پاکستان کې افغان کډوال د پولیسو له سختو ځورونو سره مخ دي، د پاکستان د حکومت له خوا د سختو قوانینو او لګول شویو جریمو له امله د ویزې د تمدید بهیر ستونزمن شوی، چې د ویزې ترلاسه کول یې نور هم سخت کړي، هغه کسان چې د پاکستان ویزه یې په ختمېدو ده او د جریمې د ادا کولو وس نه لري، ویستل کیږي او بیرته افغانستان ته لیږل کیږي.»

په پاکستان کې یو بل کډوال مجتبی محمدي: «په تېرو دوو کلونو کې ډېری هغه کډوال چې تازه پاکستان ته راغلي، ټولو یې ویزې لرلې. خو د اقتصادي ستونزو له امله نه دي توانېدلي چې خپلې وېزې تمدید کړي او په دې ورځو کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي او یو شمېر یې ونیول شول او وویستل شول.»

هغه شمېرې چې پاکستاني رسنیو له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه خپرې کړي، ښيي چې په څه کم دوو میاشتو کې شاوخوا ۴۵۰ زره او ۹۲۰ افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي او یا هم افغانستان ته ستانه شوي دي.

تر دې مخکې رویټرز خبر ورکړی و، چې پاکستاني پولیسو هغه ۱۳۰ افغانان چې د امریکا د کډوالو ویزې ترلاسه کولو ته په تمه وو، نیولي او بېرته یې افغانستان ته ایستلي، په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت تر دې مخکې ویلي وو، هغه کډوال چې د لوېدیځ هېوادونو ویزو ته په تمه دي، نه ایستل کېږي.