نړۍ

غزه کې د څه د پاسه ۸۰ سلنه روغتونونو له کاره لوېدل

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چې غزه کې نږدې ۸۰ سلنه روغتونونه له کاره لوېدلي دي.

په همدې حال کې د بهرنیو جراحانو یوه ډله غزې ته تللې ده؛ وايي د دې ښار روغتیايي مرکزونه د تجهیزاتو او امکاناتو له کمښت سره مخ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان همغږي کوونکی سین کاسي وايي: «روغتونونه ډک دي او هغه څه مو چې پرون اقصی کې واورېدل دا و، چې دوی د جراحانو له کمښت سره مخ دي. دوی د عملیاتونو لپاره پوره خونې نه لري، روغتونونو کې د هغو ناروغانو لپاره چې د تازه راځي ځای نه لري.»

ویل کېږي چې په تېره یوه اونۍ کې د غزې د بریدونو ترټولو زیات تمرکز د غزې پر مرکزي او سویلي برخو و.

د جراحانو دغه ډله چې تازه غزې ته رسېدلې، په دې جګړې ځپلي ښار کې د روغتیايي خدماتو د ناوړه وضعیت خبره کوي.

د غزې یو ډاکتر اکرم عادل مشطحي وايي: «اوس‌مهال د غزې تړانګه د بستر شویو ناروغانو ساتنې، په ځانګړې توګه ځانګړې پاملرنې او د عمومي جراحۍ متخصصینو ته اړتیا لري.»

په دې لړ کې د اسراییلو پروړاندې نړیوال غبرګونونه لا هم دوام لري، تر دې چې د ترکیې ولسمشر، نتانیاهو «بل هیتلر» بللی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه غونډه کې وویل: «د دوی کار موږ د هیتلر یادولو ته اړ باسي. ایا هغه کار چې د اسراییلو لومړی وزیر یې کوي له هیتلر څخه کم دی؟ نه! هیتلر ان ترې دې کمه شتمني لرله.»

د حماس او اسراییلو جګړه چې نږدې درې میاشتې يې کېږي، غزه کې یې د څه د پاسه ۲۰ زره او ۷۰۰ تنو او اسراییلو کې یې د یو زر او ۲۰۰ تنو ژوند اخیستی دی.