افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې بشردوستانه وضعیت د اندېښنې وړ بللی

د خوړو نړیوال پروګرام په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې بشردوستانه وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی. په دې راپور کې راغلي د هغو وګړو شمېر به زیات شي چې له خوراکي نه خوندیتوب سره مخ او په بیړني حالت کې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام، د هرات زلزله او له پاکستانه د زرګونه کډوالو راستنېدل په هېواد کې د خوړو د نه خوندیتوب لامل بولي.

د خوړو نړیوال پروګرام رپوټ ورکړی چې د ۲۰۲۳ د نومبر او د ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشتو ترمنځ څه د پاسه ۱۵ میلیون تنه په کلکه د خوراکي نه خوندیتوب سره مخ شي.

ددغه راپور موندنې ښيي، چې له پنځه کلنۍ کم عمره څه د پاسه درې میلیونه ماشومان پکې شامل دي، له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي. په راپور کې زیاته شوې چې د افغانستان ډېری وګړي بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي په اوسني وخت کې له یو لړ ناورینونو سره لاس و ګرېوان دي چې په هېواد کې یې انساني وضعیت د اندېښنې وړ کړی دی.

په راپور کې راغلي: «د خوړو نړیوال پروګرام شپه او ورځ لیرې پرتو سیمو ته چې ښایي په ژمي کې ورتګ ورته ناشونی وي د خوراکي توکو د لېږد لپاره کار کوي. د خوړو نړیوال پروګرام په ژمي کې په ۳۸۶ سیمو کې ترکیبي خوړو ته د ۶۰۵ میلیون تنو د لاسرسي په خاطر د خپلو مرستو پراختیا پيل کړې ده.»

د کابل اوسېدونکی احمد شاه وايي: «شپه او ورځ د کار په تمه درېږم خو کار نشته. مخکې چې کار و میمنې ته تلم او په هر ځل به یې دوه نیم تر درې زره افغانۍ راکولې خو اوس نشته.»

د خوړو د نړیوال پروګرام په راپور کې راغلي چې د هرات زلزلې د هغو کسانو شمېر زیات کړی چې له خوراکي نه خوندیتوب سره مخ دي. سربېره پردې د افغانستان روان وضعیت او له پاکستانه د زرګونه کډوالو ستنېدل په افغانستان کې بشردوستانه وضعیت د اندېښنې وړ کړی دی.

د کابل اوسېدونکې مهتاب وایي: «زموږ اقتصادي وضعیت خراب دی؛ کوچني ماشومان لرم، که یوه ورځ ډوډۍ پیدا کړم، بله ورځ یې نشم ترلاسه کولای. ډوډۍ او اوبه نه لرو وضعیت ډېر خراب دی؛ ژمی دی او موږ څه نه لرو.»

د غزني اوسېدونکی عبدالسلام وايي: «کار نشته؛ کار او غریبي. مېرمن مې ځي وړۍ راوړي د مېږو وړۍ، په همدې کار سره خپل ژوند پرمخ وړو نور کار روزګار نشته.»

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره یې تراوسه له ۹۷۰ زره امیندواره او ماشوم لروونکو مېرمنو او نجونو او همداراز یو میلیون او ۲۰۰ زره ماشومانو سره د مقوي خوړو مرستې کړې دي.