نړۍ

په ۲۴ ساعتونو کې پر غزې د اسراییلو په بریدونو کې د ۲۵۰ تنو وژل کېدل

د اسرائیلو او حماس تر منځ له ۸۱ ورځنۍ جګړې وروسته د سه شنبې په سهار اسرائیلي پوځیانو یو ځل پر غزې برید وکړ.

د اسرائیلو پوځ وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په غزه کې د حماس لږ تر لږه ۱۰۰ مرکزونه په نښه کړي دي.

له دې سره، په غزه کې د اسراٸیل او حماس د جګړې تلفات ٢٠ زره و ٧٠٠ تنو ته رسېدلي دي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو پوځ د غزې په تړانګه کې په سلګونو مرکزونه بمباري کړي دي.

فلسطیني چارواکو اعلان کړی چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۵۰ کسان وژل شوي دي.

د سه شنبې په سهار د غزې تړانګې په سویل کې د ناصر روغتون ته څېرمه بمباري وشوه.

له دې بریدونو وروسته د ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر ټپیان د خان یونس روغتون ته لېږدول شوي دي.

د قربانیانو کورنیو هم ځانونه بې کسه موندلي او اسرائیل د ملکي وګړو په وژلو تورنوي.

د خان یونس اوسېدونکې حنان وايي: «که دوی واک او وقار درلودلی، دوی به په بې غرضه ملکي وګړو، د دوی په کورونو کې بریدونه نه کول. پرځای یې دوی باید د مقاومت ځواک سره مقابله وکړي، نه د هغو خلکو سره چې په خپلو کورونو کې یې پناه اخیستې. دوی کمزوري خلک دي چې اراده او ځواک دواړه نه لري او بې دفاع خلک ځوروي. خدای دې له دوی بدله واخلي.»

د اسرائیلو او حماس ترمنځ د جګړې له پیل څخه ۸۱ ورځې تېرې دي، د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې تر اوسه د اسرائیلو په بریدونو کې تر ۲۰ زره و ۷۰۰ څخه زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

حماس د انځورونو په خپرولو سره ښودلې چې دوی د اسرائیلي پوځیانو پر وړاندې دا ډول چریکي جنګونه ترسره کوي.

چې تر اوسه یې تر ۱۵۰ ډېر اسرائیلي پوځیان وژلي او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي.

اسرائیلو هم ټینګار کړی، چې د جګړې بیه درنه ده، خو د حماس ډلې تر له منځه وړلو پورې د دغه هېواد پوځیان باید جګړې ته دوام ورکړي.

د اسرائیلو لومړي وزیر هم د لومړي ځل لپاره د غزې تړانګې په شمال کې د جګړې له لومړیو کرښو څخه لیدنه کړې ترڅو د دغه هېواد پوځیانو ته مورال ورکړي.

د اسرٸیل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو وايي: «یو ماموریت شتون لري، هغه ماموریت چې ستاسو مسؤولیت دی، خو په ورته وخت کې تاسو باید د خپل ځان د ساتنې لپاره هر څه وکړئ. دا لومړۍ ټکی دی. دویم ټکی، که څوک درته ووايي او تل ووايي، زه له بهر څخه اورم چې موږ جګړه بندوو، جګړه پای ته رسېدلې ده؛ جګړه پای ته نه ده رسېدلې، له بشپړې بریا سره به جګړه پای ته ورسېږي.»

په همدې حال کې د غزې په تړانګه کې د اسراٸیلو بریدونه دوام لري.
اسرائیلو ویلي دي چې په دې ښار او باختري کرانه کې، خپلو بریدونو ته به شدت ورکړي. هغه بریدونه چې ویل کیږي د ملکي وګړو قرباني به په کې ډېره وي.

د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اسرائيلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۴ زره ۵۳۶ فلسطینیان ټپیان شوي دي.