افغانستان

په تېرو دوو ورځو کې له پاکستانه د څه د پاسه دوه زره او ۵۰۰ افغان کډوالو ایستل

د پاکستاني رسنیو د شمېرو له مخې، له پاکستانه د بې اسناده کډوالو د ایستلو په دوام، په تېرو دوو ورځو کې دوه زره او ۵۷۳ تنه افغان کډوال له دغه هېواده ایستل شوي دي.

دغه کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.

پاکستانيو رسنیو رپوټ ورکړی چې دا کډوال لومړی د دواړو هېوادونو پولو ته نږدې د کډوالو کېمپونو ته لېږدول شوي او وروسته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د شمېر پر بنسټ، د نومبر میاشتې له پیل راهیسې ټول ۴۴۸ زره او ۶۷۰ بې اسناده افغان کډوال له دغه هېواده ایستل شوي دي.