نړۍ

د غزې پر مرکز د اسراییل په هوايي برید کې د لږترلږه ۷۰ تنو وژل کېدل

د غزې تړانګې په مرکز مغازي سیمه کې د اسراییل په هوايي برید کې لږترلږه ۷۰ تنه ووژل شول. دا شمېرې د فلسطین د روغتیا وزارت د ویاند اشرف القدره له خوا تایید شوې دي.

القدره ټینګار کړی، چې د دې بریدونو ډېری قربانیان ښځې او ماشومان وو.

همدارنګه د فلسطین سرې میاشتې روغتونونو ته د ټپیانو د لېږدولو تصویرونه خپاره کړي دي.

ویل کېږي، اسراییلي ځواکونو اصلي لارې په نښه کړې دي چې دا چاره د ژغورنې په عملیاتو کې خنډ او د مرستندویه موټرو او امبولانسونو له لاس‌رسي د مخنیوي لامل شوې ده.

د تاوتریخوالي دا زیاتوالی د یوې اونۍ اوربند د پاشل کېدو پایله ده چې د روانې میاشتې په پیل کې رامنځته شو. له هغې مودې راهیسې نښتې زیاتې شوې او د غزې تړانګې له شمال څخه نورو له ګڼې‌ګوڼې ډکو سیمو ته خپرې شوې دي.