نړۍ

په چین کې د زلزلې له امله د تلفاتو شمېر ۱۳۱ تنو ته ورسېد

د چین په شمال لویدیځ کې د یوې زورورې زلزلې د تلفاتو شمېر ۱۳۱ تنو ته لوړ شوی.

چینايي چارواکو ویلي چې په ګانسو او چنګهای ولایتونو کې ۹۸۰ تنه نور هم ټپیان شوي دي.

په چین کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۳۱ او د ټپیانو شمېر ۹۸۰ ته لوړ شوی دی.

دوه ورځې وړاندې د چين په شمال لويديځ کې دوه ګاونډي ولايتونه ګانسو او چينګ های د رېښتر په کچه د ٦،٢ درجې زلزلې ولړزول او د استوګنې زيات شمېر کورونه يې ويجاړ کړل.

د چهار شنبې په ورځ د چین مرستندویه ځواکونو د خاورو لاندې یو شمېر مړي او ټپیان را وایستل.

په همدې حال کې ژوندي پاتې شوي کسان په دې ساړه ژمي کې بې سرپناه شول او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د سیمې یو تن اوسېدونکی ماشیوهوا وايي: «موږ په تېرو دوو ورځو کې څه نه دي خوړلي، اوبه مو نه دي څښلي، کور په بشپړه توګه ویجاړ شوی، خواړه هم ختم شوي دي. خو لږ تر لږه کورنۍ مو ژوندۍ ده.»

په همدې حال کې د چین مرستندویه ځواکونو ویلي چې د ژغورنې عملیات لا هم روان دي او هڅه کوي چې خلکو ته موقتي سرپناه برابره کړي او د ټپیانو درملنه وکړي.

چینايي چارواکو ویلي چې تراوسه په ګانسو ولایت کې ۱۱۳ مړي موندل شوي او ۷۸۲ نور ټپیان شوي دي.

د دوی په وینا، په چنګهای ولایت کې هم ۱۸ تنه مړه موندل شوي او ۱۹۸ تنه نور ټپیان دي.