افغانستان

تېره ورځ له ایرانه تر ۸۰۰ زیات افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو په دوام تېره ورځ (د لیندۍ ۲۷) ۸۰۹ تنه افغانان د اسلام‌کلا پولې له لارې هېواد ته راستانه شول.

طالبانو د کډوالو چارو وزارت له ادرسه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا کسان په خپله کوښه او هم په جبري توګه له ایرانه هېواد ته راستانه شول.

د دې وزارت په وینا، ۳۰۶ تنه د اړمنو په توګه پېژندل شوي او د مرستو د ترلاسه کولو لپاره د کډوالۍ نړیوالو سازمانونو ته وړاندې شول.

له ایرانه د کډوالو راستنېدو په تېرو څو اونیو کې هم دوام درلود.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو چارو وزارت شمېرې ښيي، چې ۳۸۷ افغان کډوال د لیندۍ پر ۲۶ نېټه د اسلام‌کلا پولې له لارې راستانه شوي. له دې منځه ۱۶۵ تنه اړمن ګڼل شوي دي.

په دې لړ کې د لیندۍ پر پنځه‌ویشتمه هم ۷۸۷ تنه افغان کډوال د اسلام‌کلا پولې له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دوو میاشتو راهیسې له پاکستانه هم د کډوالو ډله‌ییز ایستلو دوام درلود.