افغانستان

په یوه ورځ له پاکستانه د څه د پاسه یو زره او ۵۰۰ افغان کډوالو ایستل

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې له پاکستانه د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو په دوام تېره ورځ (د لیندۍ ۲۷) یو زر او ۵۸۳ کډوال له دې هېواده ایستل شوي دي.

دا شمېر د تېرې ورځې د یو زره او ۶۰۰ تنو په پرتله چې راستانه شوي وو، یوه اندازه کمښت ښيي.

دا کډوال د تورخم او سپین بولدک پولې له لارې بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

په دې لړ کې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ویلي چې د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۷) ۸۱۳ کډوال افغانستان ته راستانه شول.

دغه وزارت جوته کړې چې ۸۹ کورنۍ، په ټولیز ډول ۴۵۳ تنه د تورخم دروازې له لارې راستانه شوي دي، په داسې حال کې چې ۶۰ کورنۍ، ۳۱۰ تنه د کندهار د سپین بولدک له لارې بېرته هېواد ته راغلي دي.

د پاکستاني رسنیو شمېرې ښيي، چې د نومبر میاشتې له پیل راهیسې، په ټوله کې ۴۳۸ زره او ۳۷۶ بې‌اسناده افغان کډوال له دې هېواده ایستل شوي دي.