Uncategorized @ps افغانستان

امریکا کې د الوتکې د سقوط په پېښه کې د افغان پوځ د درې پخوانيو پیلوټانو ​​وژل کېدل

امریکايي رسنیو خبر ورکړی، چې د امریکا په اورګن ایالت کې د روزنې پر مهال د یوې وړې الوتکې د غورځېدو په پایله کې د افغان پوځ درې پخواني پیلوټان ​​وژل شوي دي.

۳۵ کلن بشیر صفدري، ۳۵ کلن محمد حسین موسوي او ۲۹ کلن علي جان فردوسي تېر کال اورګن ته تللي وو. دا درې واړه د کابل د مارشال فهیم پوځي پوهنتون فارغان وو، چې د کابل له سقوط وروسته امریکا ته کډوال شول.

دا پیښه د شنبې په ورځ د اورګن ایالت په انډېپېنسڼ ښار کې رامنځ ته شوې. دغو پیلوټانو د الوتنې جواز ترلاسه کولو لپاره په دې ښار کې د یوې وړې الوتکې په الوزولو سره روزنه ترلاسه کوله چې د درنو ورېځو په منځ کې د بریښنا له کرښې سره ټکر شول.

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې دا پېښه همدارنګه په سیمه کې د موقتي برېښنا د پرې کېدو او د یوې وړې اورلګېدنې لامل شوې هم ده.