افغانستان

افغانستان کې له حنفي پرته نورو مذهبونو له شتونه د ندا محمد ندیم انکار

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست وايي چې افغانستان کې یوازې حنفي مذهب شتون لري. ندا ​​محمد ندیم کونړ کې ټینګار کوي چې په افغانستان کې بل هيڅ مذهب نشته او خلک یوازې د حنفي مذهب پیروان دي.

ندیم وايي: «په افغانستان کې مذهبونه نشته، یوازې یو مذهب شتون لري چې هغه د امام ابوحنیفه مذهب دی. ټول افغانان د یو مذهب پیروي کوي.»

په داسې حال کې چې شیعه مذهب چې په افغانستان کې دوهم لوی مذهب بلل کېږي، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست له خوا د مذهب په توګه نه ګڼل کېږي.

د طالبانو مشر په سږني لوی اختر کې وویل چې د افغانستان مطلق اکثریت خلک د حنفي مذهب پیروان دي او شرعي احکام د حنفي فقهې پر بنسټ پلي کیږي. که څه هم هغه د شافعي مذهب یادونه کوي، خو د شیعه مذهب هيڅ یادونه نه کوي.

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده ته منسوب غږ کې اورېدل کېږی چې وايي: « په افغانستان کې مطلق اکثریت پرته له یو لږ شمېر څخه، ټول د امام ابو حنیفه رحمه الله فاتحین دي. اوس د همدې مذهب او فقهې په رڼا کې اسلامي نظام رامنځ ته شوی دی.»

جعفري فقه یوه له سترو اسلامي فقه‌و څخه ده، چې په افغانستان کې ډېر پیروان لري؛ خو له طالبانو سره د سولې له خبرو اترو څخه تر نن ورځې پورې د طالبانو له خوا د دغه فقهې لیرې کول او د پلویانو له پامه غورځول یې له اندېښنو او نیوکو سره مخ شوي دي.

د پوهنتون استاد غلام فاروق علیم وايي: «د اسلام په اړه د طالبانو د نظر له مخې، د افغانستان شیعه مذهبونه د اسلام له چوکاټه بهر مذهبونه او یوه منحرفه ډله ده. د طالبانو په اند مسلمان هغه څوک دی چې د حنفي مذهب وي.»

له بلې خوا د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست وايي چې په افغانستان کې داعش له منځه تللی دی؛ هغه ډله چې اوس هم فعاله ده او تر دېره «شیعیان» په نښه کوي.

د کابل اوسېدونکی احمد وايي: «داعش اکثره بریدونه پر شیعه وګړو ترسره کوي، موږ د دې لارویانو په اړه ډېر اندېښمن یو.»

د کابل یو بل اوسېدونکی صفت هم آمو ته وايي: «َد کابل په لوېدیځ کې یوه چاودنه او ځانمرګی برید شوي وو، چې زموږ شیعه وروڼه له منځه ولاړل، دوی زموږ وروڼه دي، موږ ډېر اندېښمن یو.»

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي نوی راپور ښيي، چې د اګست له لومړۍ نیټې څخه د نومبر تر اوومې پورې داعش د افغانستان په درېیو ولایتونو کې ۸ بریدونه کړي چې ملکي وګړي په ځانګړې توګه شیعیان یې په نښه کړي دي.

د سیاسي چارو کارپوه ویس ناصري وايي: «طالب په سپين بيرغ او داعش له تور بيرغ سره؛ د سپين او تور بيرغ ترمنځ توپير نشته، دواړه د يوې سکې دوه اړخونه دي، يوازې د ترهګریزو موخو لپاره.»

داسې حال چې افغانستان کې حنفي مذهب، شیعه امامیه او اسماعیلیه مذهب، شافعي او حنبلي مذهبونه شتون لري؛ خو د طالبانو واکمني، حنفي مذهب او فقه د پرېکړې نیولو اساس ګڼي.