افغانستان

د هرات زلزله ځپلي د امکاناتو له نشتوالي شکایت لري

د هرات له زلزلې څه د پاسه دوې میاشتې تېرېږي؛ خو زیانمن تر اوسه هم د امکاناتو له نشتوالي سر ټکوي. يو شمېر يې وايي، چې د ژمي په دې موسم کې پوره خواړه او مناسبه سرپناه نه لري.

په همدې حال کې، اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، د هرات له زلزلې د څه باندې دوه میاشتو په تېرېدو ۲۶۶ زره ۸۰۰ زیانمنو د دې سازمان بشردوستانه مرستې تر لاسه کړې دي.

د اوچا په وينا، دغه سازمان په ۱۹ زره کورنيو ۵.۱ ميليونه افغانۍ نغدي مرسته هم وېشلې ده.

د هرات له خونړیو زلزلو د دوه میاشتو په تېرېدو، لا هم د دې زلزلو قربانیان د اسانتیاوو له نشتوالي شکایت کوي او د ژمي د موسم په اړه اندېښمن دي.

معصومه د هرات ښار په ختیځه څنډه کې له دروازې او کړکۍ پرته په یوه کوچنۍ خونه کې ژوند کوي، وايي کور یې په زلزله کې ویجاړ شوی او اوس له خپلو کوچنیو وروڼو او خویندو سره د ژمي په سړه هوا کې له کمو اسانتیاوو سره ژوند کوي او هېڅ مرسته یې نه ده ترلاسه کړې.

له زلزلې زیانمنه شوې معصومه وايي: «شپږ وروڼه او څلور خویندې یو چې وروڼه مې لا ماشومان دي. دلته ژوند کوو او د خوړلو لپاره څه نه لرو.»

په دې لړ کې اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر پر خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې دغه سازمان د وروستۍ زلزلې له ۲۶۶ زره او ۸۰۰ زیانمنو سره مرسته کړې ده.

اوچا همداراز څرګنده کړې: «په ۱۹ زره ۶۵۲ کورنیو د ۵.۱ میلیون ډالرو نغدي مرسته ویشل شوې، او نورو زیانمنو ۲۱ زره او ۱۷ کورنیو ته غیر خوراکي توکي، ۱۳ زره ۱۰۱ کورنیو ته ژمنۍ کمپلې او ۱۱ زره ۷۸۲ کورنیو ته د سرپناه بستې ورکړل شوې دي.»

د دغه بنسټ په وینا له ټولټال ۲۷۵ زره زیانمنو شویو کسانو یوازې ۲۶۶ زرو یې د مرستندویه موسسو مرستې ترلاسه کړي دي.

د هرات یو شمېر زلزله ځپلي وايي چې ډاکټر، د څښاک اوبو او نورو لومړنیو اسانتیاوو ته اړتیا لري.

یوه بله زیانمنه شمایل وايي: «حمام او تشناب نه لرو؛ د سون توکي نه لرو او ټول ماشومان مې دلته له سړې هوا ساه ورکوي. په دې سخت ژمي کې ګرمې جامې نشته. زموږ هر څه تر خاورو لاندې شول.»

مرضیه هم وايي: «نه خواړه او نه هم د څښلو اوبه لرو.»

زلزله ځپلي په داسې حال کې د اسانتياوو له نشتوالي شکايت کوي، چې د اوچا د څرګندونو پر بنسټ، د اکټوبر مياشتې د زلزلې له امله د هرات په مرکز او ولسواليو کې څه باندې ٤٨ زره کورونه زيانمن شوي او له دې جملې لس زره کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي.