افغانستان

د لومړنیو امکاناتو له نشتوالي هېواد ته د ستنو شویو افغانانو شکایت

له پاکستانه افغانستان ته راغلي يو شمېر کډوال په کمپونو کې په بد حالت کې ژوند کوي او ماشومان يې ناروغه دي.

له دغو کډوالو یو یې آمو تلویزیون ته وایي چې افغانستان ته د ستنیدو پر مهال یې د درملو او روغتیايي اسانتیاوو د نشتوالي له امله خپله میرمن له لاسه ورکړه.

یو شمېر دغه کډوال له کډوالو سره د پاکستاني پولیسو پر چلند نیوکه کوي او وايي چې له پاکستانه تش لاس راستانه شول.

دا د کابل د سروبي ولسوالۍ کمپ دی – چیرې چې له پاکستانه راستانه شوي او را ایستل شوي کډوال ځای پر ځای شوي دي.

د بلخ ولایت اوسېدونکي لعل محمد د خپل ژوند ۴۶ کاله په پاکستان کې تېر کړي دي.

دغه پوخ عمری سړی د پاکستاني پولیسو د چلند په اړه ترخې کیسې لري.
وايي، د سړې هوا، درملو او د اسانتياوو د نشتوالي له امله يې خپله مېرمن په لاره کې له لاسه ورکړه او اوس له خپلو اوو لوڼو او دوو زامنو سره په دې کمپ کې اوسېږي.

له یوې خوا ناڅرګند راتلونکی او له بلې خوا د ژوند د اسانتیاوو نشتوالی د دوی لویې ننګونې دي.

په دغه کمپ کې یو شمېر ښځې، ماشومان، بوډاګان او ځوانان په بدو شرایطو کې پراته دي.

په دغه کمپ کې يو شمېر ښځې وايي، چې ماشومان يې ناروغه دي او درملو ته لاس رسی نه لري.

ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې د راستنو شویو کډوالو اتیا سلنه ښځې او ماشومان دي او دوی په راتلونکي ژمي کې له خطر سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وروستی راپور ښيي چې د سپټمبر له ۱۵مې د ډسمبر تر ۱۴مې پورې ۴۶۵ زره کډوال له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي چې له دې ډلې ۲۸ زره ۳۰۰ یې په زوره ایستل شوي دي.