افغانستان

طالبان هرات د راستنېدونکو لپاره د اوسېدو مناسب ځای بولي

په هرات کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، دغه ولایت له پاکستان او ایرانه د راستنېدونکو لپاره مناسب ځای دی.
طالبان وايي چې له پاکستان او ایران څخه د راستنېدونکو یوه برخه به د هېواد په لویو ښارونو په تېره بیا هرات کې ځای پر ځای شي.
دا په داسې حال کې ده چې د هرات یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو دې پرېکړې ته غبرګون ښيي.

د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، هرات ښار له ایران او پاکستانه د راستنېدونکو لپاره مناسب ځای دی.

صدیق الله له خپلو ۸ ملګرو سره لس ورځې وړاندې د ایراني پولیسو له خوا ونیول شو او بېرته افغانستان ته راستون کړل شو. چې هرات ته له زرګونو راستنیدونکو څخه یو دی.

له ایرانه راستون شوی صدیق الله وایي: «زما ویزه کې ۴۵ ورځې شته. ما هلته ۲۴ ورځې تیرې کړې او ۲۴ ورځې وروسته دوی زه ونیولم، یعنې زما ویزې کې ۱۹ ورځې وې او پاسپورټ کې مې هم درې کاله وخت وو.»

په داسې حال کې چې بېکاري د هرات د اوسېدونکو له سترو ننګونو څخه ده، خو د راستنېدونکو د هرکلي په موخه په جوړو شويو مراسمو کې د هرات د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د دغو کډوالو د راستنېدو لپاره د چمتووالي ډاډ ورکوي.

د هرات لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي: «په هرات ولایت کې مو هم د کمیسیون په استازیتوب لویه غونډه وکړه. هرات له ایران او ترکمنستان سره بندرونه او پولې لري. خدای مه کړه که کومه ستونزه راپېښه شي، بیا هم موږ چمتو یو.»

خو راستانه شوي کډوال وايي چې نه ورسره مرسته شوې او نه هم ورته د کار زمینه برابره شوې ده.

له ایرانه راستنون شوی رحیم وایي: «نه، څه ښه دي؟ که ښه وی، نو دلته مو څه کوا، خو حکومت باید کاري زمینه برابره کړي»

خو یو شمېر هراتیان د راستنو شویو د ځای پر ځای کولو لپاره د طالبانو له دې پرېکړې سره مخالف دي.

په تېر حکومت کې د هرات د استخباراتو رییس محمد نعیم غیور وایي: «په داسې حال کې چې دغو خلکو له پخوا کلي، کورونه او ځایونه درلودل، خو د پوښتنې وړ ده چې ولې د هرات په څېر ولايت کې د ځای پر ځای کېدو اراده لري، په داسې حال کې چې افغانستان د دې هېواد د ټولو اوسېدونکو ګډ کور دى، خو دا چې ځینې خاص خلک ځای پر ځای کیږي، د پوښتنې وړ دى.»

علي جان فصيحي د بشري حقونو فعال وایي: «له بده مرغه د توکميز جوړښت بدلون او په ښاري سيمو او يا د يوې خاصې ډلې په ګاونډ کې د غير قومونو اوسېدل د عبدالرحمن خان او نادر خان په وختونو کې پيل شوي، چې هغوی ځینې خاصې ډلې په شمالي او مرکزي سيمو کې ځای پر ځای کړې. دا چې دا پالیسي یوه غلطه پالیسي ده او په اوسني حالت کې دا یوه غلطه پالیسي ده او د هرات او مزار په څېر ښاري سیمو کې د غیر اصلي خلکو ځای پر ځای کول یوه غلطه پالیسي ده او دغه پالیسي د ناکامۍ لامل کیږي»

هېواد ته د کډوالو د راستنېدو په اړه اندېښنې په داسې حال کې زیاتې شوې، چې د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ یوازې په تېره یوه میاشت کې ۴۱۷ زره کسان یا له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي او یا هم په زوره راایستل شوي دي.