افغانستان

د اروپايي ټولنې شارژدافیرې تورخم کې د کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی

د اروپايي ټولنې شارژدافیرې تورخم کې له پاکستانه بېرته راستنېدونکو او ایستل شویو کډوالو سره په لیدنه کې وايي، چې دا وضعیت ورته د خواشینۍ وړ دی.

افغانستان کې د اروپايي ټولنې دا لوړپوړې چارواکې وايي، چې دغو کډوالو خپل هر څه له لاسه ورکړي دي. هغه له افغان کډوالو پر خپل ملاتړ ټینګار کوي. له دې سره هم‌مهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي سره د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې اترې کړې دي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پاکستان تر ۲۴۰۰ زیات افغان کډوال له دې هېواده ایستلي دي.

د اروپايي ټولنې شارژدافیرې له افغان کډوالو سره د لیدنې لپاره تورخم دروازې ته تللې ده. هغه وايي له داسې کډوالو سره لیدل چې خپل ټول هر څه یې پاکستان کې پرېښي او افغانستان ستانه شوي او یا په جبري توګه ایستل شوي، خواشینوونکې ده.

افغانستان کې د اروپايي ټولنې د دغې لوړپوړې چارواکې په وینا، دا ټولنه همداراز له افغانانو ملاتړ ته ژمنه ده.

افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیره رافایلا ایدیوس وايي: «زه نن په تورخم پوله کې یې ترڅو د دغو ټولو کډوالو د بېرته راستنېدو شاهد واوسم. غواړم له شریکانو، نادولتي بنسټونو، ملګرو ملتونو او ټولو هغو کسانو چې په دې برخه کې کار کوي او همداراز د افغانانو له ملاتړ څخه مننه وکړم. د ټولو او همدارنګه زموږ لپاره ستونزمنه ورځ ده. له داسې خلکو سره خبرې کول چې خپل هر څه یې له لاسه ورکړي، په رښتیا هم زړه بوږنوونکې ده. نن غواړم د افغانستان له خلکو سره د اروپايي ټولنې پر یووالي ټینګار وکړم.»

له بلې خوا، پاکستان کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د مرستیالې سفر همداراز دوام لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغې چارواکې د افغانستان په چارو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي اصف علي دراني سره لیدلي دي. ښاغلي دراني ویلي چې په دې لیدنه کې د کډوالو د وضعیت په اړه خبرې شوې دي.

خو ښاغلي دراني په دې اړه د لا زیاتو معلوماتو له وړاندې کولو ډډه کړې ده.

له دې ټولو سره سره، تر یوې میاشتې زیاته موده کېږي چې پاکستان له دې هېواده د کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی دی. د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له دې هېواده ۲ زره او ۴۰۰ تنه ایستل شوي دي.