افغانستان

اوچا: افغانستان له موسمي بدلونونو زیانمن شوی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، افغانستان د موسمي بدلون له امله زیانمن شوی دی.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان وايي، په داسې حال کې چې افغانستان د نړۍ د شنو خونو ګازونو ۰.۰۸ سلنه تولیدوي، خو د موسمي بدلون له امله تر ټولو زیات زیانمن شوی دی.

له بلې خوا، د اوبو د کمښت بحران، وچکالۍ او د موسمي بدلون له امله د طبیعي پېښو زیاتوالي د هېواد ګڼ شمېر اوسېدونکي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

ماه ګل د بادغیس له بالامرغاب ولسوالۍ هرات ته بې ځایه شوې.
وايي چې وچکالۍ يې ټول شته ترې واخیستل او اوس له خپلو شپږو ماشومانو سره په بد اقتصادي وصعیت کې ژوند کوي.

د هرات ختیځه څنډه د ماه ګل په ګډون د سلګونو بې ځایه شویو کورنیو سرپناه ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر افغانستان د موسمي بدلون له امله د زیانمنو شویو هېوادونو له ډلې اعلان کړی.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان په ایکس ټولنیزه شبکه کې په دې برخه کې د عادلانه حل غوښتنه کړې ده.

اخوا، د هېواد یو شمېر اوسېدونکي د وچکالۍ او د اوبو د کمښت له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او نورو ځایونو ته یې پناه وړې.

په دوبۍ کې د ملګرو ملتونو د موسمي بدلون په کلنۍ غونډه کې د طالبانو هیڅ استازی نه و بلل شوی.

اوس د طالبانو له پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، موسمي بدلون افغانستان ته ډېر مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

تر دې مخکې یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي ویلي وو، چې په ۲۰۲۲ کال کې افغانستان په تېرو درېیو لسیزو کې تر ټولو سختې وچکالۍ سره مخ دی او موسمي بدلون په دغه هېواد کې بشري ناورین زیات کړی دی.

ملګرو ملتونو ویلي، افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی، چې د موسمي بدلون له امله تر ټولو ډېر زیانمن شوي دي.