نړۍ

تانزانیا کې سېلابونو د څه د پاسه ۲۰ تنو ژوند واخیست

د تانزانیا په شمال مانیارا سیمه کې له سختو ورښتونو وروسته د سېلابونو له امله لږترلږه ۲۰ تنه مړه شول.

په دې لړ کې، د تانزانیا ولسمشرې سامیه سولوهو حسن امنیتي سازمانونو، د روغتیا وزارت او نورو اړوندو بنسټونو ته امر کړی، چې د خلکو پر موندلو او ژغورلو او د مړینې کچې له زیاتېدو پر مخنیوي غور وکړي.

اغلې حسن ویلي: «غواړم ووایم، ما امر کړی ټولې هڅې د هغو کسانو د ژغورلو لپاره باید وي چې په دې ناورین کې زیانمن شوي او د مړینې له زیاتېدو مخنیوی وکړي.»

هغې زیاته کړې: «ما د امنیت او روغتیا وزارتونو ته امر کړی، چې د سیمې ټپیانو ته د پاملرنې لپاره سیمې ته ورسېږي. ما همداراز د کانونو وزارت له مسوولینو غوښتنه کړې ده څېړنې وکړي، چې په دې غرنۍ سیمه کې څه روان دي.»

د راپورونو له مخې دا سېلابونه د سمندر اوبو د سطحې د ګرمېدو له امله رامنځته شوي چې په وروستیو اونیو کې کنیا او سومالیا هم د سېلابونو د راتلو شاهد وو، چې په پایله کې یې سلګونه تنه مړه شول.

له سختو ورښتونو وروسته سېلابونو همداراز بېخ‌بنسټونه له دې جملې ځینې سړکونه تخریب کړي او د افریقا په ختیځ کې یې یو شمېر ښارونه تر اوبو لاندې کړي دي.

له بلې خوا، په دې ښارونو کې سلګونه زره تنه نور بې‌ځایه شوي دي.