نړۍ

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې د اسراییلو په بریدونو کې د ۷۰۰ تنو وژل کېدل

د اسراییلو پوځ په غزه کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. د غزې چارواکو اعلان کړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۷۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

د فرانسې ولسمشر هم قطر ته تللی ترڅو له قطري چارواکو سره په غزه کې د اوربند د بیا پیلولو لپاره لاره هواره کړي.

تر ټولو زیات قربانیان ملکي وګړي په تېره بیا ماشومان دي. د غزې چارواکو رسنیو ته په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۷۰۰ فلسطینیانو د وژل کېدو خبر ورکړی.

د غزې یو اوسیدونکی وايي: «د جاپاني ښوونځي په دروازه کې وو، چې ناڅاپه یو راکټ زموږ مخې ته راپرېوت او په کوڅه کې خلک خواره واره شول تراوسه، هغه ځوان مې پیدا کړ روغتون ته مې یووړ. هغه زما په غیږ کې مړ شو.»

اسراييلي پوځيان هغه تونلونه چې حماس یې د اسراييلو سره د جګړې لپاره کاروي، داسې له منځه وړي. د اسرائیلو په وینا ۸۰۰ تونلونه یې ویجاړ کړي دي.

حماس هم په ځواب کې پر اسرائیلو توغندي توغولي دي چې هغه هم د اسرائیلو له لوري شنډ او له منځه وېوړل شول.

حماس د اسرائیلي پوځیانو او ټانکونو د په نښه کولو انځورونه هم خپاره کړي او ادعا یې کړې چې ګڼ شمېر اسرائیلي پوځیان یې وژلي او ټپیان کړي دي.

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وايي: «موږ په خپل ټول توان جنګ ته دوام ورکوو. دا ټول هغه څه دي چې زموږ سرتيرو د اوربند په موده کې د حماس پر وړاندې د بشپړ بري لپاره چمتووالی نيولی و.»

په همدې حال کې د فرانسې ولسمشر هم قطر ته تللی چې له قطري چارواکو سره په غزه کې د اوربند د بیا پیلولو لپاره لاره ومومي.

له بلې خوا حماس ویلي، تر څو چې اوربند ټینګ نه شي د بندیانو او یرغمل شویو تبادله به ترسره نه شي.

د حماس مشرانو ټینګار کړی چې پاتې یرغمل کسان هغه اسرائیلي پوځیان او نارینه دي چې په تیرو وختونو کې یې د اسرائیلو پوځ ته خدمت کړی.