افغانستان

په یوه ورځ له ایرانه د یو زر او ۷۰۰ تنو ستنېدل

د طالبانو د کډوالو چارو  وزارت شمېرې ښيي چې په یوه ورځ د اسلام کلا له لارې یو زر او ۷۶۴ افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شول.

دغه وزارت ویلي چې یو شمېر ایران ایستلي او ځینې په خپله افغانستان ته ستانه شوي دي.

د نوموړي وزارت په وینا، له دې ډلې ۲۷۳ تنه د مرستو ترلاسه کولو په موخه مرستندویه بنسټونو ته معرفي شول.

له هغې یوه ورځ مخکې یو زر او ۸۹۱ تنه افغان کډوال د هرات د اسلام کلا بندر له لارې هېواد ته ستانه شوي وو.

له دې مخکې ایرانیو رسنیو د دغه هېواد د حکومت له قوله راپور ورکړی و چې په ایران کې کابو پنځه میلیونه افغانان ژوند کوي او تهران بې اسناده افغان کډوال له دې هېواده باسي.