افغانستان

په یوه ورځ له پاکستانه د لږترلږه دوه زره او ۶۰۰ افغان کډوالو راستنېدل

له پاکستانه د کډوالو د ایستلو په دوام، پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې تېره ورځ د (لیندۍ ۱۱) لږترلږه دوه زره او ۶۰۰ تنه افغانان له دې هېواده ایستل شوي دي.

دغو رسنیو د پاکستاني چارواکو له قوله لیکلي، چې یوازې پرون په یوه ورځ کې ۳۱۵ کورنۍ چې دوه زره او ۵۹۷ افغان کډوال پکې شاملېږی، خپل هېواد ته ګرځول شوي دي.

په دې منځ کې یو زر او ۸۷ تنه یې ماشومان او ۶۷۸ تنه یې ښځې دي.

دا شمېرې ښيي، چې تر اوسه ۴۰۴ زره او ۹۰۹ بې‌اسناده افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې جمعه د لیندۍ پر لسمه نېټه د بېرته راستنو شویو کډوالو په اړه د پاکستاني چارواکو او طالبانو له خوا هېڅ شمېرې نه دي خپرې شوې..

په دې لړ کې، د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو لکه وردګ، سرپل، جوزجان او سمنګان کې بېرته راستنو شویو کډوالو سره نغدي او د خوراکي توکو مرستې شوې دي.