افغانستان

په یوه ورځ له ایرانه د یو زر او ۷۶۴ افغان کډوالو راستنېدل

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وايي، چې په تېره یوه ورځ کې (د لیندۍ پر ۸) یو زر او ۷۶۴ کډوال له ایرانه د اسلام‌کلا پولې له لارې افغانستان ته ننوتل.

د دې وزارت په وینا، دا کډوال په جبري توګه او یا هم په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه وزارت پر ایکس لیکلي چې ۲۷۳ کډوال د مرستو د ترلاسه کولو لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان دفتر ته معرفي شول.

په همدې حال کې د ایران د کورنیو چارو وزیر تازه ویلي، چې تهران به بې‌اسناده افغان کډوال وباسي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر ویلي، طالبان دې خپل هېواد ته د ستنېدو لپاره د افغان کډوالو «د بېرته ګرځېدو شرایط» برابر کړي.

ایراني رسنیو د ایران د کورنیو چارو وزیر له قوله راپور ورکړی، چې اوس‌مهال نږدې «پنځه میلیونه» افغان کډوال ایران کې اوسېږي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي خبرداری ورکړی، چې تهران به د افغانستان «بې‌اسناده کډوال» وباسي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې، هره ورځ تر دوه زرو زیات افغان کډوال له ایرانه ایستل کېږي یا په خپله خوښه راستنېږي چې یوازې د نن ورځې شمېر تر دوه زرو کم بېرته راستانه شوي کډوال ښيي.