نړۍ

غزه کې اوربند د یوې بلې ورځې لپاره وغځول شو

اسراییل او حماس نن پنجشنبه ورځ د اوربند له ختمېدو شېبه مخکې هوکړه وکړه، چې اوربند یوه ورځ نور هم وغځوي.

د اسراییلو پوځ اعلان کړی دی، چې اوربند به دوام ومومي او منځګړي هڅه کوي، د حماس له خوا ډېر یرغمل شوي ازاد شي.

اسراییل په یوه اعلامیه کې ویلي: «د یرغمل نیول شویو د ازادۍ د دوام لپاره د منځګړو هڅو ته په پام، د عملیاتو درېدل به دوام ومومي.»

چهارشنبه ناوخته حماس د پنځو ښځو، پنځو تنکیو ځوانانو او همداراز د دوو روسي او تایلنډي وګړو په ګډون د اسراییل ۱۰ بندیان خوشي کړل.

اسراییل هم د ۱۴ ښځو او ۱۶ ماشومانو په ګډون ۳۰ فلسطینیان ازاد کړل.

رویټرز د حماس له قوله راپور ورکړی، چې له دې مخکې اسراییل د ۷ ښځو او ماشومانو د خوشي کېدو او همدارنګه د درېیو اسراییلیانو د جسدونو په ترلاسه کولو، د اوربند له دوام سره مخالفت کړی و.

په همدې حال کې دواړو لوریو ویلي، چې د جګړې د بیا پیل لپاره د چمتوالي په حال کې دي.

حماس تېره میاشت پر اسراییل برید وکړ، چې په پایله کې یې د حماس جنګیالیو یو زر او ۲۰۰ تنه ووژل شول او کابو ۲۴۰ تنه یې یرغمل ونیول.

اسراییلو هم د دې برید په ځواب کې په ټول قوت سره د حماس د له منځه وړلو لپاره پر غزې برید وکړ، چې له امله یې د ۷ اونیو سختو نښتو په لړ کې تر ۱۵ زرو زیات فلسطینیان ووژل شول.