سویلي آسیا

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو شارژدافیر وروغوښت

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ، په اسلام آباد کې د طالبانو شارژدافیر وروغوښت او پاکستان ته یې د طالبانو تحریک د «جلا شوې ډلې» حافظ ګل بهادر د نیولو او سپارلو په ګډون څلور غوښتنې ورته مطرح کړې دي.

د حافظ ګل بهادر ډله د پاکستان حکومت له خوا د خیبر پښتونخوا د بنو ښار د یکشنبې د برید مسووله بلل شوې چې له امله یې لږترلږه دوه تنه ووژل شول.

د پاکستان د رسنیو دفتر رپوټ ورکړی چې د یکشنبې په ورځ د بنو ښار په باکاخېلو کې ځانمرګی برید وشو چې له امله یې دوه ملکي وګړي مړه او لس د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو د درېيو غړو په ګډون لس تنه نور ټپیان شول.

د پاکستان پوځ د رسنیو دفتر ویلي چې د حافظ ګل بهادر ډلې اړوند ځانمرګي بریدګر چې د افغانستان تابعیت لري، پر یوه امنیتي کاروان چې پر موټرسایکلونو سپاره وو په نښه کړ.

پاکستانيو رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د خیبرپښتونخوا په بنو کې د برید په تړاو د سخت اعتراض له امله چې دا یې د افغان وګړو له خوا شپاړسم برید بللی په اسلام آباد کې د طالبانو شارژدافیر احضار کړی دی.

پاکستاني رسنیو ویلي، په دغه کتنه کې د طالبانو شارژدافیر ته څلور غوښتنې وړاندې شوې دي.

په دغو غوښتنو کې د بنو د برید په هکله بشپړه څېړنه او د عاملینو خلاف یې پرېکنده اقدام پکې شامل دی.

اسلام آباد یو ځل بیا د پاکستان خلاف د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د افغانستان خاورې د کارولو د مخنیوي په اړه له طالبانو پر خپلې غوښتنې ټینګار کړی دی.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.