نړۍ

د دوو نورو ورځو لپاره د حماس او اسراییلو ترمنځ د اوربند غځول

د حماس او اسراییلو ترمنځ څلور ورځني اوربند له پای ته رسېدو وروسته، د قطر د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په غزه کې اوربند د دوو نورو ورځو لپاره غځول شوی دی.

حماس هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې په مخکینیو شرایطو د دوو نورو ورځو لپاره د «موقت» اوربند د غځولو په اړه له اسراییلو سره هوکړې ته رسېدلي دي.

له دې مخکې اسراییلو ویلي و که حماس مخکینۍ هوکړې ته ژمن پاتې شي، ښایي د اوربند له غځولو سره توافق وکړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر ایکس اعلان کړی: «په غزې تړانګه کې د «درول شویو» بشردوستانه مرستو د دوام لپاره د اوربند د غځولو په اړه هوکړه شوې ده.»

د سپينې ماڼۍ یوه چارواکي تایید کړې چې دواړو لوریو د اوربند پر غځولو هوکړه کړې ده.

اسراییلو تراوسه د اوربند د غځولو په اړه څه نه دي ویلي.  

همداراز، د حماس او اسراییلو ترمنځ د یرغمل شویو او بندیانو د تبادلې په څلورم پړاو کې، یوولس یرغمل شوي د حماس له خوا او ۳۳ بندیان هم د اسراییلو له لوري خوشي شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د اوربند له پیل راهیسې د ۵۱ اسراییلیانو او ۱۸ بهرنیو وګړو په ګډون ۵۱ تنه حماس او همداراز ۱۵۰ فلسطینیان اسراییلو خوشي کړي دي.