افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام: په راتلونکو شپږو میاشتو کې ۸۴۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده

عکس د خوړو د نړیوال پروګرام

د خوړو نړیوال سازمان (WFP) وايي، دغه سازمان له ۷ میلیونو زیانمنو شویو سره د مرستې لپاره ۴۰۰ میلیونه ډالرو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دغه سازمان زیاته کړې چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به له ۱۵.۳ میلیونو اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره ۸۴۰ میلیون ډالره بودیجې له کمښت سره مخ شي.

هغه کور چې په څو شېبو کې دا ډول ویجاړ شو. په هرات کې زلزلې د زهرا ټول شته له خاور سره یو کړل.

اوس بې کوره کېدو هغه دې ته اړ کړې ده چې له شپږو تر اوو نورو کسانو سره په یوه کوچنۍ خیمه کې ژوند وکړي. هغه د راتلونکي ژمي په اړه اندېښمنه ده او وايي چې لمسيان يې ان د خوړلو لپاره ډوډۍ هم نه لري.

اوس د خوړو نړیوال سازمان په یوه نوي راپور کې ویلي چې په راتلونکي ژمي کې د اوه میلیونو سختو زیامنو شویو خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره څلور سوه ملیون ډالرو بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دغه سازمان زیاته کړې چې افغانستان د څو لسیزو جګړو، د اقلیم د ویجاړونکو بدلونونو او اقتصادي افت له امله د نړۍ په کچه یو له ستر بشري ناورین سره مخامخ دی.

د خوړو د نړیوال سازمان د راپور په یوه بله برخه کې راغلي چې د ۲۰۲۳ کال د مې او اکټوبر تر منځ په افغانستان کې ۱۵.۳ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له سخت خوندیتوب سره مخ دی او دغه سازمان په راتلونکو شپږو میاشتو کې د مرستو د دوام لپاره د ۸۴۰ میلیون ډالرو بودیجې له کمښت سره مخ دی.

د دې سازمان په وینا، سخت اقتصادي کمښت او لوړه بېکارۍ یوځای د خوراکي توکو د کمښت لامل شوي او د خوراکي توکو د بیو لوړېدل میلیونونه خلک له بېوزلۍ سره مخ کړي دي.

په همدې حال کې، د هېواد يو شمېر اوسېدونکي د بېوزلۍ د ډېرېدو په تاييد سره د کار له نشتوالي او کافي خوراکي توکو ته له نه لاسرسي شکايت کوي او د راتلونکي ژمي په اړه اندېښمن دي.

تر دې مخکې، د خوړو نړیوال سازمان، ویلي وو چې په افغانستان کې ۲۹.۲ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.