افغانستان

تېرو ۲۴ ساعتونو کې له پاکستانه د دوه زره او ۱۰۰ بې اسناده کډوالو راستنېدل

له پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو بهیر په دوام، د شنبې په ورځ دوه زره او ۱۲۷ تنه هېواد ته راستانه شوي دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې دا کډوال ننګرهار کې د تورخم او کندهار کې د چمن پولې له لارې افغانستان ته لېږل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې په ورځ هم کابو یو زره او ۴۰۰ افغان کډوال له پاکستانه وایستل شول.

د ویلو ده، چې د طالبانو له خوا د پناه‌غوښتونو د پېژندلو لپاره د نویو قوانینو د لګولو له امله، تېره ورځ د تورخم دروازې له لارې د کډوالو د ایستلو بهیر دورل شوی و؛ خو دا بهیر د شنبې په ورځ بیا پیل شوی دی.

د پاکستاني چارواکو په وینا، د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې ۲۵۲ زره او ۱۳۵ افغان کډوال خپل هېواد ته لېږل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت له سپټمبر میاشتې وروسته د بې اسنادو کډوالو د ایستلو لپاره لړۍ پیل کړې ده.

پاکستاني پولیس د نومبر له لومړې نېټې راهیسې، د پناه‌غوښتونکو د نیولو او ایستلو عملیات ترسره کوي.