نړۍ

حماس ۱۳ اسراییلي او څلور تایلندیان بندیان خوشي کړل

د حماس او اسراییلو ترمنځ د بندیانو تبادلې په دوهم پړاو کې، د ۳۳ ماشومانو او شپږو ښځو په ګډون ۳۹ فلسطیني بندیان د اسراییلو له‌خوا خوشي شول او د حماس له لوري هم، د ۱‍۳ اسراییلیانو او څلورو تالندي یرغمل شویو په ګډون ۱۷ تنه خوشي شول.

یو شمېر خوشي شوي اسراییلیان د یکشنبې په سهار په اسراییلو کې «شبا» روغتیايي مرکز ته ورسېدل. دا یرغمل شوي کسان غزې ته د بشردوستانه مرستو د لېږلو پر سر د اختلاف له امله په ځنډ خوشي شول.

د شپږو ښځو او اوو ماشومانو په ګډون یو شمېر اسراییلي بندیان د اوربند په دوهمه ورځ د قطر په منځګړیتوب د حماس ډلې له‌خوا خوشي شول.

لنډ مهاله اوربند به د دوو نورو ورځو لپاره دوام وکړي.

د هوکړې پر بنسټ، په څلور ورځني اوربند کې به ۵۰ اسراییلیان او ۱۵۰ فلسطینیان د دواړو لوریو له خوا خوشي شي. د حماس او اسراییلو ترمنځ له څو اونیو نښتو وروسته دا لومړنی اوربند دی.

خو د اسراییلو پوځ تازه ویلي چې د اوربند له پای ته رسېدو وروسته به پر غزې خپل بریدونه بیا پیل کړي.

د اوربند له اعلان وروسته د ملګروملتونو د فلسطینیانو چارو مسوولینو ویلي چې تېره ورځ د مرستو او اړتیاوړ توکو ۱۳۷ لارۍ غزې ته ورسېدې چې ویل کېږي، دا د اسراییلو او حماس ترمنځ جګړې له پيل راهیسې دا د مرستو تر ټولو لویه جوپه ده.

حماس د اکتوبر په اوومه پر اسراییلو برید وکړ او لږترلږه ۱۲۰۰ اسراییلیان یې ووژل او کابو ۲۴۰ تنه نور یې یرغمل ونیول. په ځواب کې اسراییلو هم په خپل ټول توان سره پر غزې برید وکړ چې په پایله کې یې ۱۴ زره او ۸۰۰ فلسطینیان وژل شوي چې له دې ډلې ۴۰ سلنه یې ماشومان وو.