افغانستان

له پاکستانه په یو ورځ کې د ۳ زره ۲۰۰ افغان کډوالو ایستل

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې تېره ورځ (لېندۍ دویمه) له پاکستانه ۳۲۰۰ افغان کډوال ایستل شوي دي. دغه شمېرې د تېرو ورځو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

د ایستل شویو کډوالو په شمیر کې دا زیاتوالی د پاکستان د حکومت لخوا د کډوالو د ایستلو د بهیر د دویم پړاو او د دې بهیر د شدت له اعلان وروسته رامنځ ته شوی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې دغه کډوال د تورخم او چمن له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د لېندۍ میاشتې په لومړیو کې له پاکستانه څه باندې ۲۶۰۰ افغان کډوال ايستل شوي دي.

د پاکستان حکومت ویلي چې د ایستلو په دویم پړاو کې غواړي یو میلیون بې اسناده کډوال له خپل هېواده وباسي.

د پاکستاني چارواکو په وینا په تېرو ۲۳ ورځو کې ټولټال ۲۴۹ زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.