افغانستان

د طالبانو او هند د پرلپسې فشارونو په پایله کې په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت تړل کېدل

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت نن جمعه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د هند د حکومت د پرلپسې ننګونو او د طالبانو د فشارونو له امله دغه سفارت د پنجشنبې په ورځد (لیندۍ په ۲مه) د تل لپاره تړل شوی دی.

دغه سفارت د افغان سفارت د فعاليتونو د بندولو پرېکړه يو «سخت انتخاب» بللی او ويلي يې دي، چې دا پرېکړه «د سفارت اړوند د طالبانو او د هند حکومت د پرله پسې فشارونو» له امله له ستونزمن انتخاب سره مخ شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سفارت د روان کال د سپټمبر په ۳۰مه اعلان کړی وو چې د تېر حکومت د ډیپلوماټانو د ویزو د نه تمدید په ګډون د هند حکومت د ناسم چلند له امله دغه سفارت خپل فعالیتونه دروي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «له بده مرغه، د اتو اونیو له انتظار سره سره، د ډیپلوماټانو د ویزو د تمدید او د هند حکومت د چلند د بدلون موخې نه دي ترلاسه شوي.»

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت همدارنګه ویلي چې د دغه سفارت تړل او د ساتنې واک به یې د هند حکومت ته سپارل د افغانستان په ګټه وي.

په همدې حال کې دغه سفارت د افغانستان د اقتصادي، ټولنیز او سیاسي وضعیت په اړه د هند له حکومت درې غوښتنې کړې دي.

د ساتنې مسوولیت: د افغانستان سفارت د هند د بهرنیو چارو له وزارته غوښتي چې د ۱۹۶۱ کال د ویانا کنوانسیون د احکامو پر بنسټ په نوي ډیلي کې د افغان ډیپلوماتیک ماموریت د شتمنیو، بانکي حسابونو، موټرو او نورو شتمنیو د ساتنې په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

د بیرغ پورته کولو اجازه: د افغانستان سفارت همدارنګه د هند له حکومته غوښتي چې د دغه هېواد پر ملکیتونو د افغانستان د درې رنګه بیرغ پورته کولو اجازه ورکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «دا په نړۍ کې د میلیونونو افغانانو لپاره د ویاړ، غرور، قربانۍ او خپلواکۍ یو مهم سمبول دی.»

د شتمنیو ساتنه: دغه سفارت د هند د بهرنیو چارو له وزارته همدارنګه غوښتي چې د افغان سفارت د شتمنیو د خوندیتوب ډاډ ورکړي.

د افغانستان سفارت د هند له حکومته غوښتي چې د دغه سفارت شتمنۍ دې په راتلونکي کې یوه داسې قانوني او حساب ورکوونکي حکومت ته وسپاري چې د افغانستان د خلکو له خوا ټاکل شوی وي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د افغانستان جمهوري ریاست د دغه ماموریت مسوولیت یوازې د هند حکومت ته سپارلی دی. اوس دا د حکومت مسوولیت دی چې د دغه ماموریت د برخلیک په اړه پریکړه وکړي، چې ایا هغه بند وساتي او یا د طالبانو ډیپلوماتانو ته د سپارلو د امکان په ګډون پر بدیلونو غور وکړي. د افغانستان د اسلامي جمهوریت له خوا د ټاکل شویو ډیپلوماټانو دنده رسمًا پای ته ورسېده. له بده مرغه د جمهوري ریاست د ماموریت پای په هند کې د افغانستان د جمهوري ریاست پای دی.»

سفارت همداراز ټینګار کړی، چې د تېر حکومت ډیپلوماتان له هنده وتلي او دریمو هېوادونو ته رسېدلي دي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، هغه کسان چې په نوي ډیلي کې د افغانستان په سفارت کې پاتې دي «د طالبانو اړوند ډیپلوماتان دي چې ظاهراً د دوی په منظمو آنلاین غونډو کې برخه اخلي.»