افغانستان

یوه ورځ کې له ایرانه د دوه زره افغان کډوالو راستنېدل

Afghan nationals in Islam Qala border town, Herat province. File photo.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر ایکس لیکلي چې تېره ورځ د اسلام‌کلا بندر له لارې دوه زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت وايي، په دې منځ کې ۳۴۱ تنه زیانمنونکي ګڼل شوي چې د کډوالۍ نړیوال سازمان دفتر ته معرفي شوي دي.

ایران له ډېرې مودې راهیسې له دغه هېواده د بې اسنادو افغان کډوالو د د ایستلو اقدام کړی دی.

د امریکا د کډوالۍ نړیوالې کمیټې د افغان کډوالو وضعیت د نړۍ په کچه د پناه‌غوښتنې ترټولو لوی ناورین بللی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستانه هم د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دوام لري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ اعلان کړی، چې په تېره یوه میاشت کې کابو ۳۷۴ زره بې اسنادو افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو ډله‌ییز ایستلو او په دې هېواد د نیونو له زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې افغانستان کې روان بشري ناورین به د ژمي په رارسېدو لا پراخ شي.

دغه سازمان همداراز ویلي، چې له سرپناه پرته به بېرته ستانه شوي کډوال په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان زیانمن شي.