له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په دوام، پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې سه شنبې د لړم په دېرشمه له دغه هېواده څه د پاسه دوه زره او ۹۹۰ کډوال ایستل شوي دي. دا شمېرې ښيي چې له پاکستانه د کډوالو د ایستلو په ورځني شمېر کې لږ زیاتوالی راغلی دی.
د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، تراوسه ټول ۲۴۳ زره او ۱۶۵ تنه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د دغو راپورونو له مخې، دوشنبې د لړم په ۲۹مه دوه زره او ۲۹۲ افغان کډوال له پاکستانه هېواد ته ستانه شوي دي.
پاکستان د سه شنبې په ورځ له افغانستان سره په پوله د سندونو د ارزونې لپاره تازه سیستم پلی کړ. پاکستاني چارواکي وایي چې دا اقدام له پولو د کډوالو د ستنېدو د قانوني کولو لپاره او تګ راتګ لپاره اجرا کېږي.
له دې سره هممهاله، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست د ستنو شویو افغان کډوالو لپاره د مرستو او په بیړنیو موردونو کې د ځایي همغږۍ لپاره په هڅو کې کډوالۍ له نړیوال سازمان او د ملګروملتونو د کډوالو له لوړې کمېشنرۍ د امریکا پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ.
هغه وویل: «په بشپړه توګه موافق یم چې ستانه شوي وګړي د خوندیتوب، درناوی او خوندیتوب وړ دي.»
دا په داسې حال کې دي چې د کډوالۍ نړیوال سازمان افغانستان ته د ستنو شویو کډوالو د ناوړه وضعیت خبر هم ورکړی او له کډوالو سره یې د نړیوالې ټولنې د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.