افغانستان

په کندهار کې د هبت الله آخوند زاده په مشرۍ د طالبانو د کابینې ناسته

عکس له آرشیف څخه

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد آمو ته تایید کړه چې د طالبانو د مشر هبت الله آخوندزاده په مشري د دوی د کابینې ناسته روانه ده.

ښاغلی مجاهد وايي چې دا ناسته له دوشنبې ورځې پیل شوې او په هغې کې افغانستان ته د کډوالو د راستنېدو، اقتصادي مسایلو، کلنیو پرمختګونو او د هېواد د اوسنیو ستونزو د حل په اړه سلامشورې کېږي.

ذبیح الله مجاهد زیاتوي چې د دوی د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سرپرستان هم د کابینې په ناسته کې ګډون لري خو د کابینې درې غړي د ولایتي سفرونو له امله په دغه ناسته کې برخه نه لري.

ښاغلي مجاهد ونه ویل چې دا درې تنه څوک دي.

په دې اړه چې آیا په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي د راپور په اړه هم خبرې وشي که نه، مجاهد وویل دا موضوع د دوی د بهرنیو چارو وزارت ته سپارل شوې او په دې ناسته کې به په دې هکله خبرې ونه شي.