نړۍ

د اسراییلو او حماس ترمنځ جګړه کې د پنځه زره او ۶۰۰ ماشومانو په ګډون د ۱۳ زره او ۳۰۰ تنو وژل کېدل

تصویر از آرشیف

د اسرائیلي پوځ او حماس ډلې تر منځ جګړه لا هم دوام لري. اسراییلو د سه شنبې په ورځ د غزې تړانګې پر ځینو برخو بریدونه کړي دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه ۱۳ زره ۳۰۰ کسان وژل شوي چې ۵۶۰۰ یې ماشومان دي.

د غزې په تړانګه کې د اسراييلي پوځ لخوا د پرله پسې بريدونو دوام، د اسراییلو او حماس ترمنځ د سختې جګړې بار د ملکي وګړو پر اوږو دی.

د دغه ښار بشپړه محاصره، د ساړه موسم په رارسېدو او د خوراکي توکو او اوبو کمښت د خلکو لپاره وضعیت لا کړکېچن کړی دی.

دلته په سویلي غزه کې په خان یونس کې خلک په ځانګړې توګه ماشومان په بد حالت کې دي.

د فلسطین بې ځایه شوې ماشومه مریم الترابیش وايي: «دا هغه ژوند نه دی چې موږ یې اوس لرو، نه ژوند، نه خواړه، نه اوبه، هیڅ شی. حتی پر موږ باران اوري، له دې امله موږ خوب هم نه شو کولای.»

له بلې خوا، اسراييلي پوځ د غزې تړانګې په شمال کې د حماس د جنګياليو او يو شمېر اسراييلي برمته شويو په لټه کې دي.

د غزې نورې برخې هم د اسراییلو تر سختو ډزو لاندې دي. اسراییل وايي، د حماس ډلې د وسلو د جوړولو د تاسیساتو په ګډون یې زیاتره بنسټونه ویجاړ کړي دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د اسرائیلي پوځیانو په برید کې ۱۳ زره ۳۰۰ تنه وژل شوي چې ۵۶۰۰ یې ماشومان دي.

له دې سره، نړیواله ټولنه په غزه کې د اوربند د رامنځ ته کولو هڅې کوي.
د امریکا متحدو ایالتونو هم ویلي چې د جګړې ښکېلې خواوې د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په اړه یوې هوکړې ته نږدې شوي دي.

د یوه یرغمل شوي د کورنۍ غړی اودي ګورن وايي: «زه داسې احساس کوم چې په دې وخت کې چې موږ پوهیږو او تل د حماس له پرځولو اورو، دا به میاشتې یا کلونه ونیسي، او دا به ډیر وخت ونیسي، له بلې خوا، موږ وخت نه لرو، خلک مړه کیږي! موږ په دې په حقیقت سره پوهېږو.»

د حماس له خوا شاوخوا ۲۴۰ کسان یرغمل شوي دي. دغې ډلې څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې د پنځه ورځني اوربند په بدل کې د ۷۰ یرغمل شویو خوشې کولو ته چمتو دی.

دا مهال د ښکېلو غاړو ترمنځ خبرې روانې دي او تر اوسه د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون په اړه څه نه دي ویل شوي.