نړۍ

د غزې د ۲،۳ میلیوني وګړو له درېیو دوه برخې بې کوره شوي

د ملګروملتونو په عمومي اسمبله کې یو شمېر هېوادونه په غزې تړانګه کې د اوربند او خلکو ته د بشردوستانه مرستو د زیاتوالي غوښتنه کړې ده. دا په داسې حال کې دي چې اسراییلو د غزې د شمالي سیمو اوسېدونکو د وتلو حکم کړی دی؛ خو زرګونه ملکي وګړي لا هم په دې سیمه کې شته.

د غزې له بشپړې کلابندۍ شپږ اونۍ تېرېږي او په دغه ټوله سیمه کې خواړه، سون توکي، درمل او اوبه په خلاصېدو دي.

اسراییلو پر سویلي سیمو چې لسګونه زره تنو له شمال څخه دې ځای ته پناه وړې، هم بریدونه کړي چې په پایله کې یې لسګونه تنه مړه او ټپیان شوي دي.

ملګري ملتونه وايي د غزې د ۲،۳ میلیوني وګړو له درېیو دوه برخې بې کوره شوي دي.

په ملګروملتونو کې د ناروې استازې اندریاس لوولد وویل: «د غزې د اوسېدونکو له هغې ډلې د کابلو یو میلیون ماشومانو لپاره د خوړو، برېښنا، اوبو، درملو او روغتیایي خدماتو کمښت یوه غمیزه ده. د وژل شویو شمېر د نه زغم وړ دی. موږ غزې ته د بشردوستانه مرستو د محرومیت له دوامه خواشیني څرګندوو او غزې ته د خوندي، چټک او له خنډ پرته لاسرسي غوښتونکي یو.»

په ملګروملتونو کې د استرالیا استازی جمیز لارسن وایي: «ګانبرا غواړي د دواړو لوریو د هوکړې پر بنسټ د اوربند د نورو ګامونو شاهدان واوسو. موږ د یرغمل شویو د آزادۍ او بشردوستانه مرستو ته د خوندي لاسرسي لپاره له دیپلوماتیکو هڅو هرکلی کوو.»

دا په داسې حال کې دي چې حماس جنګیاليو پر اسراییلي ښارګوټو د تېرو میاشتو په بریدونو کې کابو ۲۴۰ اسراییلي وګړي یرغمل کړي دي. په دغو بریدونو کې لږترلږه یو زر او ۲۰۰ تنه وژل شوي دي.

اسراییلو هم په غبرګون کې پر غزې تړانګې برید وکړ چې تراوسه لږترلږه دیارلس زره او ۳۰۰ تنه وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې په وژل شویو کې پنځه زره او ۶۰۰ ماشومان او درې زره او ۵۵۰ ښځې شامل دي.