افغانستان

په ۲۴ ساعتونو کې له پاکستانه د څه د پاسه دوه زره افغانانو ستنېدل

پاکستان د شلمې ورځې لپاره له دغه هېواده د بې اسناده افغان کډوالو ایستلو ته دوام ورکړی دی. د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، یکشنبې د لړم په ۲۸مه دوه زره او ۲۶ تنه له دې هېواده افغانستان ته ستانه شوي، په داسې حال کې چې د شنبې په ورځ له دې لږ کم یعنې دوه زره او ۹۰۰ تنه افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي وو.

د رپوټونو پر بنسټ، دا کسان د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.

په دغو ستنو شویو کډوالو کې ۵۹۱ نارینه، ۴۳۹ ښځې او یو زر او ۲۸ ماشومان شامل دي.

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، د هغو ټولو کډوالو شمېر چې په نولسو ورځو کې افغانستان ته ستانه کړای شوي ۲۳۷ زره او ۸۸۳ تنو ته رسېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د شنبې په ورځ په یوه تازه راپور کې وویل چې د سپتمبر له ۱۵ (د تلې له ۲۴) د نومبر تر یوولسمې پورې ټول ۳۲۷ زره او ۴۰۰ افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د ننګرهار د تورخم له لارې ۲۳۳ زره او ۷۰۰ کډوال او د کندهار د سپین بولدک له لارې ۹۳ زره او ۷۰۰ تنه خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د یادولو وړ ده چې په راستنو شویو کې ډېری ښځې او ماشومان دي.