ورزش

د آسیا د ملتونو جام سیالیو لپاره د هېواد د کرېکټ نولس کلنو لوبغاړو د نوملړ اعلانول

د افغانستان کرېکټ بورډ له خوا د آسیا د ملتونو جام سیالیو لپاره د هېواد له نولس کلنو کم عمره لوبغاړو په ګډون د لوبغاړو شل کسیز نوملړ اعلان شو.

ټاکل شوې دا سیالۍ د روان کال د دسمبر له لسمې تر ۱۷ نېټې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي او په هغې کې د هېواد د کرېکټ لوبډله له هند، نیپال او پاکستان سره لوبې وکړي.

د هېواد د کرېکټ بورډ د غوراوي کمیټې د دغو سیالیو لپاره لاندې لوبغاړي په پام کې نیولي دي: ناصر خان (لوبډلمشر، وفیع‌الله تره‌خیل، جمشید ځدراڼ، خالد تڼیوال، اکرم محمدزی، سهیل‌ خان زرمتی، رحمان‌الله زرمتی، نعمان‌شاه آغا، محمد یونس ځدراڼ، الله محمد، وحیدالله ځدراڼ، بشیر احمد، فریدون داوودزی او خلیل احمد.

په احتیاطي نوملړ کې حزب‌الله درانی، علی احمد ناصر، محمد آصف، ناصر حسن، آدم خان او فهیم قاسمي ګډون لري.

د افغانستان د کرېکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان وايي: «موږ له یو نیم کال راهیسې، تر جدي څارنې لاندې رڼه پروسه پیل کړې وه چې په پایله کې یې پياوړي لوبغاړي ددغو سیالیو لپاره غوره شوي دي. موږ ډاډمن یو چې غوره شوي لوبغاړي په ښه توګه د هېواد استازیتوب وکړي او په سیالیو کې به ښه وځلېږي او ډېر ویاړ به ترلاسه کړي.»

د یادولو وړ ده چې د نولس کلنو د آسیا د ملتونو جام وروستۍ لوبې د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې په متحده عربي اماراتو (دوبۍ) کې ترسره شوې وې.