افغانستان

په «کډوالو ماشومانو» کې د تنفسي او نس‌ناستي ناروغیو د زیاتوالي په اړه اندېښنې

د ماشومانو د ملاتړ سازمان له پاکستانه افغانستان ته د راستنو شویو زرګونه کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي چې زرګونه ماشومان د بېلابېلو ناروغیو د اخته کېدو له خطر سره مخ دي.

دغه سازمان ویلي چې د دوب په روغتیايي مرکزونو کې د راستنو شویو ماشومانو تر منځ د تنفسي ناروغۍ څه باندې ۳۰۰۰ او د نس ناستې څه باندې ۱۲۰۰ پیښې ثبت شوي دي.

بل خوا هېواد ته یو شمېر راستانه شوي کډوال وايي، چې د ژمي موسم په را رسېدو سره خپلې شپې او ورځې په بد حالت کې تېروي.

د ماشومانو د ملاتړ سازمان وايي، افغانستان ته د راستنو شویو کډوالو نږدې ۸۰ سلنه ښځې او ماشومان دي او په هرو څلورو راستنو شویو کې یو یې له پنځو کلونو کم عمره ماشوم دی.

دغې بنسټ ویلي چې تر اوسه د ماشومانو د ژغورنې په مرکزونو کې د زرګونه راستانه شويو ماشومانو ترمنځ د سختې تنفسي ناروغۍ او نس ناستي پېښې ثبت شوي دي.

دغه سازمان ویلي چې د دوی په روغتیايي مرکزونو کې د راستنو شویو ماشومانو تر منځ د تنفسي ناروغۍ څه باندې ۳۰۰۰ او د نس ناستې څه باندې ۱۲۰۰ پیښې ثبت شوي دي.

د ماشومانو ملاتړی سازمان په خبرپاڼه کې ویل شوي: «افغانستان ته د راستانه شویو نږدې ۸۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي. نږدې په هرو څلورو راستانه شویو کې یو یې له پنځو کلونو کم عمره ماشوم دی.»

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو پخوانی مرستیال هم هېواد ته د راستنېدونکو ماشومانو او امیندوارو میندو پر وړاندې ځینې ننګونې په دې ډول بیانوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پخوانی مرستیال فدا محمد پیکان وايي: «که دغه راستانه شوي کسان خپلو اصلي کليو ته ولېږدول شي، د عامې روغتيا وزارت له وړاندې روغتيايي مرکزونه او اسانتياوې برابرې کړې دي، خو که کمپونو او نویو ځايونو کې ځای پر ځای شي، نو ښکاره ده چې ستونزې به رامنځته شي. ځکه د دغه راستانه شويو نږدې ۶۰ سلنه ماشومان دي. چې ښایي د ماشومانو او امیندوارو میرمنو د تنفسي ناروغیو د زیاتوالي لامل شي.»

خو له بلې خوا د پاکستان یو شمېر دیني عالمانو د پاکستان د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره په کتنه کې له دغه هېواده د افغان کډوالو له ایستلو ملاتړ کړی او له طالبانو یې غوښتي چې د پاکستان د امنیتي اندیښنو د حل لپاره اقدام وکړي.

د پاکستان د موقت حکومت لومړي وزیر هم له دغه هیواده د بې اسناده کډوالو د بیرته ستنولو له پریکړې ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې له دغه هیواده د افغان کډوالو په جبري شړلو کې کوم بهرنی فشار نشته.

یو کډوال محمد اسرار وايي: «موږ کابو ۴۳ کاله په پاکستان کې ژوند کړی او اوس پاکستان پرېکړه کړې چې بې اسناده کډوال له پاکستانه وباسي. موږ اړ یوو چې له دې ځایه لاړ شو. زموږ هغه ماشومان چې ښوونځي کې یې زده کړې کولې، له زده کړو بې برخې شول. خدای ته هیله لرو چې له دې وروسته به څنګه تېرېږي.»

یو بل کډوال بیا وايي: «موږ په پاکستان کې کابو څلوېښت کاله تېر کړل، دلته مو کار او بار وو، خو موږ خپل ټول کاروبار پرېږدو او خپل هېواد ته په ستنېدو خوشحاله يو. له پاکستان هم مننه کوو چې موږ ته يې وخت راکړ چې د خپل دوکان معاملې خلاصې کړو او له دې هیواد ووځو.»

له پاکستانه د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو د بهیر شمېرې ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۳۹۸ افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.