افغانستان

د ژغورنې نړیواله کمیټه: ایستل شوي کډوال د ژوند لپاره امن ځای نه لري

File-photo

د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي، له پاکستانه شړل شوي کډوال په افغانستان کې د اوسېدو خوندي ځای نه لري او دا کار د ښځو او ماشومانو لپاره جدي خطر دی.

د دغې کمیټې د اړیکو همغږي کوونکي زیاتوي چې دا مهال کډوال تر خیمو لاندې او په خلاصه فضا کې ژوند کوي او روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی نه لري.

له دې سره هم مهاله د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ټینګار کوي چې په افغانستان کې کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

له پاکستانه د راستنو شویو او شړل شویو کډوالو شمېر له ۳۲۰ زرو هم اوښتی دی.

هغه کډوال چې اوس له یوې خوا له سړې هوا سره مخ دي او له بلې خوا یې لوڼې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له ښوونې او روزنې، زده کړو او کار بې برخې دي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې له پاکستانه د راغلیو افغان کډوالو ستونزې یوه لویه اندېښنه بللې ده.

د دې کمېټې د اړیکو همغږي کوونکی وايي، ډېری هغه کسان چې له پاکستانه افغانستان ته راځي رواني ملاتړ ته اړتیا لري.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې د اړیکو همغږي کوونکی عبدالخالق صدیقي وايي: «ژمی راروان دی، هوا او تودوخه هره ورځ کمیږي، نو دا د هغو خلکو لپاره یوه لویه اندیښنه ده چې دلته راځي. دوی سمدستي سرپناه ته اړتیا لري ځکه ډیری یې د تګ لپاره خوندي ځای نه لري او دا په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو لپاره د جدي سټرېس په معنا ده. ځکه دوی اوس تر خلاص اسمان لاندې په خیمو کې ژوند کوي، سربیره پردې، ډیری خلک چې دلته راځي، پوهیږئ، رواني او ټولنیز ملاتړ، ښوونیز ملاتړ او همدارنګه لومړنيو روغتیایي پاملرنو ته اړتیا لري.»

د کډوالۍ نړیواله کمېټه وايي، افغان کډوالو د خپلو کورونو په ګډون ټولې شتمنۍ له لاسه ورکړي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

له دې سره هم مهاله د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر وايي، کډوال د درملو او خوراکي توکو په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي: «د لسو او سلو کسانو مسله نه ده، یو میلیون او اته سوه زره کسان دي، بې له ستونزو او تکلیفونو هم نه دي، ژمی هم نږدې دی، زه ډاډه یم چې کډوال له ډیرو ستونزو سره مخ دي، د دوی د درملو مسلې، د دوی د درملو خوراکي توکو مسایل دي. ژمی دی، هوا سړه ده، ډېر مسایل په مخ کې دي، دا د امارت لپاره لویه ننګونه ده.»

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ تازه راپور ښيي، چې تراوسه له پاکستانه ۳۳۵ زره کسان ایستل شوي او یا هم راستانه شوي، چې ۴۸ سلنه یې ښځې او ۵۲ سلنه یې نارینه دي.