افغانستان

له پاکستانه د افغان کډوالو پر ایستلو د انجلینا جولي تونده نیوکه

د هالیووډ نوموتې ستورې انجلینا جولي د افغان کډوالو پر ایستلو سخته نیوکه کړې او په یوه بیانیه کې یې د پاکستان دا اقدام «په نړیواله کچه د بشري حقونو د شاتګ یوه بېلګه» بللې ده.

هغې له افغان کډوالو د پاکستان د تاریخي ملاتړ ستاینه کړې خو د کډوالو د ناڅاپي ایستلو په اړه چې «په اوسني وخت کې په افغانستان کې له ناوړه او سختو شرایطو سره مخ دي» ناهیلي څرګنده کړې ده. هغې ویلي چې افغانستان «د ښځو حقونو په برخه کې له شاتګ، د زده کړو فرصتونو له کمښت، پراخو نیونو او سخت انساني ناورین سره لاس و ګرېوان دی.»

مېرمن جولي ویلي: «دا په نړیواله کچه د بشري حقونو د شاتګ یوه بله بېلګه ده او د افغانانو د کړاوونو د اوږده تاریخ یوه نوې تراژيدي ده چې له څو لسیزو راهیسې یې جګړې، نښتې او بې کډوالي ژغملې ده.»

د رپوټونو له مخې، په تېرو دیارلسو ورځو کې لږ ترلږه ۳۰۰ زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي او د ورځې زرګونه تنه نور خپل هېواد ته ستنېږي.