افغانستان

د الیاس داعي د وژلو عاملینو پر نه محاکمې د هغه د کورنۍ نیوکه

درې کاله وړاندې په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي په یوه چاودنه کې ووژل شو.

د «داعي» کورنۍ وايي، چې لا هم د هغه د وژنې د عاملینو د نیولو او محاکمې په اړه معلومات نه لري.

بل خوا یو شمېر خبریالان وايي، چې د طالبانو له راتګ سره د خبریالانو خپلسري نیول او د دوی پر کارونو بندیزونه زیات شوي دي.

د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي له مړینې درې کاله تېریږي. ښاغلی “داعي” د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۱۲ مه په هلمند کې د هغه په ​​موټر کې د ځای پر ځای شوي مقناطیسي بم په پایله کې په نښه او مړ شو.

اوس د هغه کورنۍ وايي، چې د دې پېښې د عاملينو د نيولو او محاکمې په اړه هېڅ خبر نشته.

په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې ۱۶۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي. هغه هیواد چې د خبریالانو لپاره ترټولو ناامنه هیواد دی.

هره ورځ د معلوماتو راټولولو لپاره د کار ځای ته راځي. په دې هیله چې وتوانیږي ورځنۍ پیښې پوښښ کړي او خلک ترې خبر کړي.

خو د طالبانو له خوا د محدودیتونو شتون ورته کار ستونزمن کړی او په ډېره سخته کولی شي معلومات راټول کړي.

د راه فردا تلویزیون خبریال رحمان میرزاد وايي: «د اسلامي امارت له راتګ وروسته د رسنیو او خبریالانو پر کار محدودیتونه ولګول شول، هر ځل چې له ویاندویانو او نورو دولتي بنسټونو سره اړیکه نیسو، ځواب ورکولو ته نه حاضریږي. که د موضوع اړه خبرې وکړي، دوه ورځې وروسته له موږ سره معلومات شریکوي.»

د افغانستان د ازادو خبريالانو ټولنه وايي، د طالبانو د واکمنۍ په دوو کلونو کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٣٠١ قضيې ثبت شوې، چې له دې جملې يې تر اوسه څلور دوسيې څېړل شوې دي.

خبریالان د طالبانو له خوا خپلسري نیول د خپل کار په اړه تر ټولو لوی سرخوږی ګڼي.

د طالبانو له واکمنۍ سره یو شمېر خبریالان د خپل ځان له وېرې اړ شول چې خپل ټول شته وپلوري او ګاونډیو هېوادونو ته پناه یوسي.

ویل کېږي چې دا مهال شاوخوا ۲۰۰ خبریالانو په پاکستان او نږدې ۱۰۰ خبریالانو په ایران کې پناه اخیستې ده.

اوس، په دواړه ګاونډیو هیوادونو کې د کډوالو نیول او ایستل د دغو خبریالانو لپاره هم د خطر زنګ وهلی دی.

له دې ټولو سره سره د نی یا د آزادو رسنیو ملاتړ دفتر د شمېرو پر بنسټ؛ په افغانستان کې د طالبانو له راتګ سره د جمهوریت پر مهال د ۵۳۰ فعالو رسنیو له جملې ۷۱ ټلویزیونونه، ۱۴۷ راډیوګانې، ۳۶ ورځپاڼې او مجلې، ۱۰ خبري اژانسونه او انلاین رسنیو خپلې خپرونې بندې کړې او د ښځو په ګډون ۷۰ سلنه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې.