افغانستان

د افغان کډوالو په ایستلو کې پر بل ډول کړنلارې د پاکستان د بهرنیو چارو مخکیني وزیر ټینګار

د پاکستان د بهرنیو چارو مخکیني وزیر بلاول بوټو زرداري د افغان کډوالو ایستلو په بهیر کې د «ملکیانو او ترهګرو» ترمنځ د توپیر لپاره د بل شان کړنلارې د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

بوټو زرداري چې د پاکستان د خلکو ګوند مشري په غاړه لري کراچۍ کې یې په یوه وینا کې د پاکستاني طالبانو تحریک په شان ډلو پروړاندې د جدي اقدام پر اړتیا ټینګار کړی دی. هغه بیا سپارښتنه وکړه چې د ملکیانو لپاره له ورته کړنلارو کار وانه‌خیستل شي.

بلاول بوټو زرداري وايي: «په هر سیاست کې موږ باید د خلکو او ترهګرۍ ترمنځ توپیر رعایت کړو.»

د پاکستان د بهرنیو چارو مخکیني وزیر د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو په اړه د دې هېواد د اوسني دولت د ناڅرګند سیاست په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان ناقانوني کډوالو لپاره له دې جملې د ۱.۷ میلیونه بې اسنادو افغان کډالو لپاره د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت ورکړی و، ترڅو په خپله خوښه له دې هېواده ولاړ شي.

په دې لړ کې د بلوچستان ولایت د اطلاعاتو وزیر جان اڅک‌زي ویلي چې د دې هېواد دولت غواړي د بې اسناده کډوالو له ایستلو وروسته قانوني کډوال هم وباسي.

په همدې حال کې د پاکستان سنا مجلس د دې هېواد د لنډمهاله دولت د پرېکړې پر سر اختلاف لري.

له بل لوري ناروې د انساني اغېزو په اړه د اندېښنې په څرګندولو له پاکستان څخه وغوښتل ترڅو د زیانمنونکو کسانو د خوندیتوب او پېژندلو لپاره چې د امنیت په لټه کې دی، اغېزناکه کړنلاره رامنځته کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د دې نیوکو په ځواب کې څرګنده کړه، چې د دې هېواد اقدام له نړیوالو قوانینو سره سم دی او د یاد هېواد د کورني قانون د پلي کولو ښکارندويي کوي.

د اغلې بلوچ په وینا په نورو هېوادونو لکه امریکا کې هم ورته سیاستونه پلي کېږی.

بلوچ همداراز زیاته کړې چې له بېلابېلو هېوادونو له دې جملې متحده ایالاتو سره په درېیم هېواد کې د افغانانو د مېشتولو په تړاو خبرې‌اترې روانې دي؛ ترڅو له دې هېواده بېرته افغانستان ته ونه‌لېږل شي.

د پاکستان حکومت شمېرې ښيي، چې د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې څه د پاسه ۳۰۰ زره کډوال له دې هېواده ایستل شوي دي.