نړۍ

د غزې په شمال کې د اسراییلي پوځیانو او حماس ترمنځ د مخامخ نښتو دوام

د غزې په شمال کې د اسرائیلي پوځیانو او حماس د جنګیالیو ترمنځ مخامخ نښتې دوام لري.

د دواړو غاړو تر منځ په دغو نښتو کې تر اوسه پورې ۳۹ اسرائیلي پوځیان او زرګونه فلسطینیان وژل شوي دي.

په همدې حال کې، ملګرو ملتونو په سیمه کې د جګړې د پراخېدو د احتمال خبرداری ورکړی دی او فرانسې هم پر بشري اوربند ټینګار کړی دی.

په غزه کې د جګړې د درېدو او بشري اوربند لپاره ډیپلوماټیکې هڅې؛
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې د غزې جګړه ښايي ټولې سیمې ته وغځېږي.

د فرانسې ولسمشر هم د جګړې د ښکېلو غاړو ترمنځ د بشردوستانه اوربند پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د بشردوستانه چارو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال مارتین ګریفیث وايي: «جګړه، په حقیقت کې یو ویروس دی چې تل غواړي خپور شي او اوسنۍ شخړه هغه ګډوډي ده چې کولای شي سیمه ویجاړه کړي او ښايي پراخه شي.»

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي: «موږ په بېړنۍ توګه بشري دمې ته اړتیا لرو او باید د اوربند لپاره هڅه وکړو.»

له بلې خوا، اسراییلو اعلان کړی چې د حماس له خوا د یرغمل شویو بندیانو له خوشې کېدو پرته به اوربند ونه کړي.

خو ټینګار یې کړی چې لنډ مهاله امتیازات بشردوستانه دمې په نظر کې نیول کېږي. لکه پرون د څو ساعتونو دمې په څیر کله چې ۵۰ زره خلکو ته اجازه ورکړل شوه چې د غزې په سویل کې خوندي ځای ته لاړ شي.

د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیل هاجري وايي: «موږ د غزې تړانګې له شمال څخه سویل ته د ۵۰ زره اوسېدونکو د حرکت شاهدان وو. دوی ځکه وځي چې پوهېږي حماس په شمال کې خپل واک له لاسه ورکړی او سویل خوندي ځای دی. یوه خوندي سیمه چې دوی کولای شي درمل، اوبه او خواړه ترلاسه کړي.»

خو د اسرائیلو او حماس تر منځ د جګړې برخلیک روښانه نه دی. له ۱۲ ورځو راهیسې زرګونه اسرائیلي پوځیان د غزې په شمالي سیمو کې له لویو ټانکونو سره کوڅو ته راوتلي دي.

هغه انځورونه چې حماس خپاره کړي، د خپلو جنګیالیو او اسرائیلي سرتیرو ترمنځ سخته لاس په لاس جګړه ښیې.

د راپورونو پر بنسټ، تر اوسه له حماس سره په مخامخ جګړه کې ۳۹ اسرائیلي پوځیان وژل شوي او شاوخوا ۲۶۰ نور ټپیان دي.

په همدې حال کې، د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې پر دغه ښار د اسرائیلو په بریدونو کې تر ۱۰ زره ۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي چې ۴۰ سلنه یې ماشومان دي.