نړۍ

د تهران او دوشنبې ترمنځ د همکارۍ د ۱۹ سندونو لاسلیک

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي په دوشنبې کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په کتنه کې د همکارۍ نولس سندونه لاسلیک کړل.

ځایي رسنیو رپوټ ورکړی چې د دواړو هېوادونو مشرانو، د وېزو د سیاستونو، ترانسپورت، له نشه يي توکو سره د مبارزې، د آزادۍ سوداګرۍ سیمې، اوږدمهاله اقتصادي همکاريو او سوداګرۍ او څېړنو په برخو کې سندونه لاسلیک کړي دي.

د دواړو هېوادونو مشرانو د غزې د وضعیت په اړه اندېښنې څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د اسراییلو او حماس ترمنځ نښته د ټولې نړۍ او بشر لپاره یوه ستونزه ده.

ښاغلی رییسي د غزې د کلابندۍ د ژرترژره پای ته رسېدو او همداراز د فلسطین خلکو ته د بیړنیو بشردوستانه مرستو د لېږلو غوښتنه وکړه.