افغانستان

اندریکا رتواته په افغانستان کې د یوناما د نوي مرستیال او د بشري مرستو د همغږي کوونکي په توګه وګمارل شو

د سریلانکا اوسېدونکی اندریکا رتواته په افغانستان کې د یوناما د تازه مرستیال او ددغه سازمان د بشردوستانه مرستو د مرستو د همغږۍ کوونکي په توګه ګمارل وشو.

هغه د ازبکستان د رامز الاکبروف په ځای ګمارل کېږي چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې په افغانستان کې د یوناما د مرستیال په توګه کار کاوه.

د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش سه شنبې د لړم په شپاړسمه په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې رتواته یې ددې دندې لپاره ګمارلی دی.  

ګرتریش په خپله بیانیه کې وویل چې رتواته «په بشردوستانه چارو کې پراخه پوهه او تجربه لري او له افغانانو سره د مرستې لپاره کلکه ژمنتیا لري.»

رتواته په بشردوستانه او پېچلي چاپېریال کې په بشردوستانه چارو دېرش کلنه له هغې جملې په افغانستان کې د ۱۴ کلن کار تجربه لري.

هغه په ۱۹۹۲ کال کې له ملګروملتونو او مرستندویه بنسټونو او همداراز په منځني ختیځ کې د فلسطیني کډوالو لپاره کار پیل کړ او په ۱۹۹۳ کال کې یې د کډوالو له لوړې کمېشنرۍ سره خپل کار ته دوام ورکړ.

رتواته د یوناما د مرستیال په توګه له کاره مخکې په آسیا او اقیانوسیې سیمه کې د ملګروملتونو د کډوالو د لوړې کمېشنرۍ د سیمه يیز دفتر مدیریت پر غاړه درلود.

ملګري ملتونه وايي چې هغه په افغانستان کې د کار په دوره کې، په بېلابېلو برخو له هغې جملې د کډوالو د کېمپونو مدیریت، د خوراکي توکو او نورو توکو د وېش او زیانمنو شویو بېخ بنسټونو د بیارغونې په برخو کې فعالیت کړی دی.

رتواته له ګمارل کېدو وروسته یوه بیانیه کې وویل، ویاړي چې د یوناما د تازه مرستیال او په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو د همغږي کوونکي په توګه خدمت وکړي.