افغانستان

ملګري ملتونه: د افغانستان ۳۵ سلنه وګړي د خوړو د کمښت له ناورین سره مخ دي

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان راپور ورکړی چې د افغانستان ۳۵ سلنه وګړي د خوړو له سخت ناورین سره مخ دي.

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان د نړۍ په کچه د خوړو د وضعیت په اړه خپل کلنۍ راپور خپور کړی دی.

د دې راپور له مخې په خوراکي نه خوندیتوب کې د افغانستان وضعیت په ناورین او بیړني وضعیت کې دی.

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان موندنې ښيي چې څه د پاسه ۱۵ میلیونه وګړي په خوراکي ناورین او کابو درې میلیونه هم د خوراکي نه خوندیتوب په بیړنیو شرایطو کې دي.

په دغه راپور کې، افغانستان او بنګلادېش په هغو هېوادونو کې دي چې د خوړو برابرولو لپاره بهرنۍ مرستې ته اړتیا لري.

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان په ۴۳ مخیز راپور کې، افغانستان او یمن د غَلو په تولید کې په کابو منځنۍ کچه کې دي.

ددې راپور موندنې ښيي چې د نښتو او اقتصادي ناورین له امله ګټې د افغان کروندګرو لاسرسی محدود دی.

په دې راپور کې راغلي چې افغانستان په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې ۳،۸ میلیون ټنه غنم، ۳۰۰ زره ټنه حبوبات، ۶۰۰ زره ټنه وریجې تولید کړې خو په ۲۰۲۳ کال کې د غنمو په برخه کې د افغانستان د حاصلاتو کچه ۴ میلیون ټنه، د حبوباتو ۳۰۰ زره ټنه او د وریجو په برخه کې ۶۰۰ زره ټنه وه.

د خوړو او کرنې سازمان ویلي چې له همدې امله افغانستان د ۲۰۲۲ کال له جولای میاشتې بیا د ۲۰۲۳ کال تر جون میاشتې پورې ۳،۴ میلیون ټنه غَله وارد کړې ده.

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان وایي چې د هرات زلزلې، پر کرنې او د کرنې پر وضعیت ناوړه اغېز کړی دی.

له دې مخکې، د خوړو نړیوال پروګرام راپور ورکړی چې افغانستان په هغو اتو هېوادونو کې دی چې اوسېدونکي یې د خوړو له نه خوندیتوب څخه کړېږي.