نړۍ

د نیپال زلزلې د قربانیانو شمېر ۱۵۷ تنو ته رسېدلی

انځور: رویټرز

د نیپال په جاجرکوټ ښار کې د وروستۍ زلزلې په پایله کې د تلفاتو شمېر ۱۵۷ تنو ته رسېدلی دی.

د نیپال سیمه‌ییزو رسنیو راپور ورکړی، چې ټپیان د نیپال ګنج روغتون ته چې د زلزلې مرکز ته تر ټولو نږدې لوی ښار دی لېږدول شوي دي.

د جمعې په شپه د رېښتر په کچه ۵.۶ درجې زلزلې د جاجرکوټ ښار ولړزاوه.

د نیپال د جاجرکوټ ښار اوسېدونکې کامالا اولی د زلزلې د شېبې په اړه وايي: «ټول کور په لړزېدو شو. هغه کسان چې په وتلو بریالي شول وژغورل شول، او هغوی چې په کور کې پاتې وو مړه شول.»

په همدې حال کې ګڼ شمېر کورونه ویجاړ شوي او خلکو تېره شپه په سړه هوا کې تېره کړه.

له یادې زلزلې یو بل ژغورل شوی کس بلجیت بی کی وايي: «د څلوېښتو کسانو کورونه ویجاړ شوي دي. نه د خوړلو لپاره خواړه شته او نه د اوسېدو لپاره ځای. نور خلک بهر وخت تیروي. موږ اړ یو چې په دې سړه هوا کې پاتې شو. ټول کورونه ویجاړ شوي دي. دولت باید لاس په کار شي.»

ځايي رسنیو هم راپور وکړی دی، چې په دې پېښه کې تر ۲۰۰ زیات کسان ټپیان شوي دي.

په څو ښارونو کې خلک هم خوراکي توکو، اوبو، سرپناه او نورو بشري مرستو ته اړتیا لري.