افغانستان سویلي آسیا

ریچارد بنت له پاکستانه وغوښتل چې د کډوالو ایستلو بهیر په درولو د یو بل ناورین مخنیوی وکړي

په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه د ملګروملتونو ځانګړي استازي ریچارد بنت یو ځل بیا له پاکستانه غوښتي چې په ډله‌یيزه توګه د افغان کډوالو ایستل ودروي او د یوه بل ناورین مخه ونیسي.

هغه تېره شپه د سه شنبې د لړم په نهمه په داسې حال کې چې له پاکستانه د ناقانونه کډوالو د ایستلو لپاره ددغه هېواد ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد پر ایکس ټولنیزه شبکه په یوه پیغام کې لیکلي: «زه له پاکستانه غواړم افغانستان ته د (کډوالو او پناه غوښتونکو) د ډله‌ییز ایستلو په اړه د خپل پروګرام په لغوه کولو، د افغانانو لپاره د یوه بل ناورین مخنیوی وکړي.»

تېره ورځ د اکتوبر ۳۱مه له پاکستانه د وتلو لپاره د استوګنې اسنادو نه لرلو کډوالو لپاره وروستۍ ورځ وه.

پاکستاني چارواکي وایي چې د دې وخت له پای ته رسېدو وروسته، بې اسناده کډوال ایستل کېږي.

د پاکستان دا پرېکړه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د بشري حقونو بنسټونه د کډوالو او پناه غوښتونکو جبري ستنول له نړیوالو قوانینو سرغړونه بولي.

له دغو نیوکو سره سره، پاکستاني چارواکو ویلي، د هغو کسانو چې له پاکستانه نه دي وتلي په څلرویشت ساعتونو کې به یې پرخلاف اقدامات پیل شي.

ویل کېږي چې د کډوالو او پناه غوښتونکو د په ګوته کولو او خبرداري ورکولو بهیر څو ورځې مخکې پیل شوی دی.

له بلې خوا، په هغو تصویرونو کې چې له تورخم څخه آمو ته رسېدلي لیدل کېږي په کډوالو بار لارۍ د تورخم له لارې هېواد ته روانې دي.

یو شمېر دغو کډوالو له آمو سره په خبرو کې له دوی سره د پاکستان حکومت له چلنده شکایت لري او ویلي یې دي چې د پاکستان حکومت دا پرېکړه د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان کې د هغوی ژوند له امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخ کوي.

په دغو تصویرونو کې لیدل کېږي چې ښځې او ماشومان د شپې په تیاره کې په تورخم دروازه کې په تمه دي.