د پاکستان له خوا، د بې اسناده کډوالو د ایستلو لپاره د ټاکل شوي ضرب الاجل پای ته رسېدو ته یوازې څو ساعته پاتې دي.
د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو وزیر خبرداری ورکوي که بې اسناده افغان کډوال له دې نیټې مخکې له پاکستانه ونه وځي، په زوره به له دې هېواده وایستل شي.
یو شمېر افغان کډوال وايي، چې آن د کرایې پیسې هم نه لري او د پاکستان له حکومته غواړي، چې ټاکل شوی ګواښ دې لغوه کړي او یا دې یې لږ تر لږه په ژمي کې نه بېځایه کوي.
په دې راپور کې له یوې مېرمنې سره هم خبرې شوې چې وايي، ناروغه ده، خو د پولیسو له وېرې له بازاره ځان ته درمل نه شي اخیستلای.
د خپګان او بې وسۍ له ډکو زړونو سره، بیا هم یو سفر پیلوي چې راتلونکی یې ناڅرګند دی.
محمد رحیم له خپلې کورنۍ سره د دې لارې له مسافرو څخه دی.
په پاکستان کې افغان کډوال محمد رحیم وايي: «که حکومت موږ ته امر نه وی کړی، زه به په ټول عمر هم هلته نه وی تللی، ځکه زه د افغانستان په ژبه خبرې نه شم کولی او له هغې خلکو سره په ژوند کولو عادت نه یم، زما ټول ژوند دلته تېر شوی دی. زه دلته پیدا شوی یم. زما ماشومان هم همدلته را لوی شوي. موږ د کراچۍ ښار ښه پیژنو. موږ نه غواړو بیرته لاړ شو.»
خو محمد رحیم په دې سفر کې یوازې نه دی. هرې خوا ته چې وګورې، د افغان کډوالو کاروانونه لیدل کېږي چې له پاکستانه ستنېږي چې آن د لارې کرایې لپاره هم پیسې نه لري.
د انصاف ترانسپورت مسوول عزیزالله وايي: د دغو کسانو له ډلې ډیری یې چې پیسې نه لري وايي کله چې کابل ته ورسیدو بیا ستاسو موټر چلوونکو ته پیسې ورکوو. نورو هم د همغه سړي په څېر وویل چې پیسې نه لري او وايي او کېدای شي چې په دوو میاشتو کې زموږ پیسې راوړي. ما ورته وویل چې هیڅ ستونزه نشته.»
نعمت الله یو بل کس دی چې وايي د موټر د کرایې پیسې نه لري او که افغانستان ته هم لاړ شي نو کور نه لري او اړ دي چې په دې سړه هوا کې په خېمو کې ژوند وکړي.
په پاکستان کې افغان کډوال نعیم الله وايي: «که موږ د کرایې بندوبست وکړو، نو په پنځو شپږو ورځو کې کولی شو حرکت وکړو، خو هلته زموږ په سیمه کې ژمی دی او هلته شپږ میاشتې دومره یخې دي چې د زغم وړ نه دي، موږ هلته کور هم نه لرو. او په ژمي کې په خیمه کې ژوند کول ناشونی دی.»
په دې ورځو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو ژوند له وېرې او اندېښنې ډک دی.
مجيده وايي، ناروغه ده او مېړه يې د پاکستان د پوليسو له خوا د نيول کېدو له وېرې درمل هم ورته نه شي اخيستلى.
په پاکستان کې افغان کډواله مجیده عزیزالله وایي: «خاوند مې ډېر وېرېدلی، څو ورځې وړاندې ناروغه شوم، زموږ کور ته څېرمه په بازار کې مې دوا پیدا نه شوه، مېړه مې ونه شو کولی لاړ شي او له درملتون راته درمل واخلي، ځکه وېره لرو چې که پولیس هغه ونیسي نو بیا به څه کوو؟ زه تر اوسه درمل نه لرم.»
دا په پاکستان کې د ټولو افغان کډوالو ګډه کیسه ده. وېره، ناهیلې، بې وزله او ناڅرګنده راتلونکی!
په کراچۍ کې د بشري حقونو مدافعینو شبکې همغږۍ کوونکی ثمر عباس وايي: «په کراچۍ کې د افغانانو په کمپونو کې ګډوډي ده او خلک له کوره نه وځي، ماشومان ښوونځي ته نه ځي، محصلین پوهنتون ته نه ځي، ځوانان کار ته نه ځي، خلک خپلو کاروبارونو ته نه ځي. ځکه ویریږي چې یا به نیول شي او یا به پولیس له دوی لوی رشوت اخلي.»
په دې راپور کې په پاکستان کې د بې اسناده افغان کډوالو د ورځني ژوند د ستونزو وړې بیلګې انځور شوي – هغه کډوال چې شمیر یې یو میلیون او اووه سوه زرو تنو ته رسېږي.
د پاکستان د ضرب الاجل ته لږ وخت پاتې دی او دوی باید د خپل ځان او خپلو کورنیو لپاره د ناڅرګند منزل او نامعلوم راتلونکي په لور سفر پیل کړي.