افغانستان

افغانستان ته له ستنو شویو د ملاتړ لپاره د اروپايي ټولنې د ۱۵ میلیونه یورو مرسته

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولي وايي چې دغې ټولنې له هغو افغانانو سره د مرستې لپاره چې خپل هېواد ته ستنېږي، ۱۵ میلیونه یورو مرسته په پام کې نیولې ده.

ټاکل شوې دا پیسې د کډوالۍ نړیوال سازمان (آی او ام) په واک کې ورکړل شي.

د اروپايي ټولنې استازولۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «د افغانستان له آی او ام سره، موږ غواړو ډاډ ورکړ چې ستانه شوي وګړي د امنیت احساس وکړي او کولای شي هغه ملاتړ ته چې احساس یې کوي لاسرسی ولري.»

دا په داسې حال کې دي چې د پاکستان دولت ۱،۷۳ میلیونه «ناقانونه» افغان کډوالو ته د روان کال د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت ورکړی چې له دې هېواده ووځي پرته له هغې په زور ایستل کېږي.

له بلې خوا، له ایرانه هم د افغانانو د ایستلو او ستنېدو بهیر روان دی.

طالبان وايي چې د ورځې اته زره تنه له ایران او پاکستانه ایستل کېږي او هېواد ته ستنېږي.